کولمبو۔18فروری (اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې په آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ كښې سبا د زيارت په ورځ نور درې مېچونه كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې اولنے مېچ به د ګروپ سي لوبډلو وېسټ انډیز او اطاليا ترمينځه په ایډن ګارډنز، کولکته كښې ٬ دوېم مېچ د ګروپ بي لوبډلو سري لنكا او زمبابوے كوم به چې د ورلډ كپ …
په لسم آئي سي سي مينز ټي 20 ورلډ كپ كښې سبا نور درې ميچونه كيږي
کولمبو۔18فروری (اے پی پی) د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې په آئي سي سي مېنز ټي 20 ورلډ كپ كښې سبا د زيارت په ورځ نور درې مېچونه كيږي۔ د سپورټس وېب سائټ له مخې اولنے مېچ به د ګروپ سي لوبډلو وېسټ انډیز او اطاليا ترمينځه په ایډن ګارډنز، کولکته كښې ٬ دوېم مېچ د ګروپ بي لوبډلو سري لنكا او زمبابوے كوم به چې د ورلډ كپ 38 م مېچ وي په آرپریما داسا انټرنېشنل سټېډیم، کولمبو او درېم مېچ د ګورپ ډي لوبډلو کاناډا او افغانستان ترمينځه اېم اے چدمبرم سټېډیم ، چنائی كښې كيږي۔ د محدود اوورز فارمېټ لسم مېګا ايونټ خوندورې مقابلې په هند او سري لنكا كښې روانې دي او د كركټ مينه والو ته د سختو مقابلو كتلو موقع ترلاسه كيږي۔ په مېګا ايونټ كښې 20 لوبډلې ټائټل ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ كوربه لوبډله هند دفاعي چېمپئن ده۔ په مېګا ايونټ كښې به د فائنل په شمول ټول 55 مېچونه كيږي۔ د ټورنامنټ فائنل مېچ به په 8 مارچ كولے شي۔







