د ډاكټر طارق فضل چوهدري چينائي اولسي او حكومت له د نوي كال مباركي

اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د چين نوي كال په پیل چينائي اولس او حكومت له مباركي وركولو سره د خېر سګالۍ جذبې څرګندې كړې دي۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس د مباركۍ خپل پېغام كښې ده وويل چې د چين د نوي كال خوشحالۍ په موقع چينائي اولس او حكومت له د زړه له كومي …

اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د چين نوي كال په پیل چينائي اولس او حكومت له مباركي وركولو سره د خېر سګالۍ جذبې څرګندې كړې دي۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس د مباركۍ خپل پېغام كښې ده وويل چې د چين د نوي كال خوشحالۍ په موقع چينائي اولس او حكومت له د زړه له كومي مباركي وركوم۔ دعا ده چې دا نوے كال د چين عظيم قوم لپاره پرله پسې سوكالۍ ٬ امن ٬ پرمختګ او كاميابۍ راوړي۔ ده ووئيل د پاکستان او چین ترمينځه په شريك باور ٬ احترام او ستراتيجيكي همكارۍ ولاړه تلپاتې ملګرتيا هر تېرېدونكي كال سره لا مضبوطېږي۔ ډاكټر طارق فضل چوهدري ووئيل مونږ د صدر شی جن پنګ د بصيرت لرونكې مشرتابه ستائنه كوو او په نړيواله كچه د چين په زړه پورې كاميابۍ او تعميري كردار تسليموو۔ مونږ باور لرؤ چې راتلونكے كال به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې ٬ اقتصادي همكاري لا پراخا او دوه اړخيزه تاريخي تړون لا ژور كړي۔

مزید خبریں