د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره د المان سفير اينا لیپل ملاقات٬بشري حقونو او په قانوني اصلاحات د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره پاكستان كښې د المان سفيرې اينا لیپل د نهې په ورځ په دفتر كښې ملاقات كړے چې پكښې پاكستان كښې د بشري حقونو په وده٬ د اقليتونو تحفظ او كليدي قانوني اقدامات كښې د دوه اړخيزه مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوی۔د بشري حقونو وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ سره پاكستان كښې د المان سفيرې اينا لیپل د نهې په ورځ په دفتر كښې ملاقات كړے چې پكښې پاكستان كښې د بشري حقونو په وده٬ د اقليتونو تحفظ او كليدي قانوني اقدامات كښې د دوه اړخيزه مرستې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوی۔د بشري حقونو وزارت لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ملاقات په مهال د اقليتونو د په حقونو تحفظ او ودې لپاره د پورته كړو اقداماتو او د بشري حقونو څانګه كښې په اوسني پېشرفت تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔وفاقي وزير د المان سفير په هېواد كښې د اوسني آئيني او قانوني اصلاحات نه خبر كړو د كوم مقصد چې د بشري حقونو تحفظ نظام لا موثر كول دي۔وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې د مجموعي بشري حقونو منظرنامه كښې ښكاره ښه والے راغلے دے٬دغسې د حقونو په خلاف ورزو كښې كمے شوے او اداره جاتي ځواب وركونه زياته شوې۔د المان سفيرې اينا ليپل د پاكستان مهم قانوني اصلاحات ستائنه وكړه چې پكښې پاكستاني فوځداري ضابطه كښې تراميم شامل دي چې له مخې يې په ځينو جرائمو د مرګ سزا په ځاے ټول عمري زندان نافذ كړے شوے۔دې د خبريالانو او ميډيا پروفيشنلز تحفظ لپاره د قومي كمېشن قيام او موثره كاركردګي هم وستائېله۔وفاقي وزير ووئيل چ د اقليتونو د حقونو قامي كمېشن د يو پارليماني قانون له مخې جوړ كړے شوے ۔ملاقات مثبت او تعميري ماحول كښې پاې ته ورسېد چې پكښې د بشري حقونو فريم ورك او د قانوني اصلاحات لا قوي كولو لپاره د شريك عزم څرګندونه وشوه۔

مزید خبریں