راولاكوټ 17 فروري (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي وزيراعظم شهباز شريف د تعليم٬ټېكنالوجۍ او ډيجيټل شموليت د لارې د ځوانانو د خپلواكه كولو په وژن عمل كوي٬ليپ ټاپ سكيم هم د دې وژن عكاس دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پونچھ راولاكوټ پوهنتون كښې د وزيراعظم يوتھ ليپ ټاپ سكيم فيز 4 زده كوونكو كښې …
وزيراعظم شهباز شريف د تعليم٬ټېكنالوجۍ او ډيجيټل شموليت د لارې د ځوانانو د خپلواكه كولو په وژن عمل كوي٬ليپ ټاپ سكيم هم د دې وژن عكاس دے۔وفاقي وزير انجينئر امير مقام

مزید خبریں
راولاكوټ 17 فروري (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ(ن)خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي وزيراعظم شهباز شريف د تعليم٬ټېكنالوجۍ او ډيجيټل شموليت د لارې د ځوانانو د خپلواكه كولو په وژن عمل كوي٬ليپ ټاپ سكيم هم د دې وژن عكاس دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پونچھ راولاكوټ پوهنتون كښې د وزيراعظم يوتھ ليپ ټاپ سكيم فيز 4 زده كوونكو كښې د ليپ ټاپ وركولو دستورې ته د خاص مېلمه په توګه د خطاب كولو په مهال وكړه ۔وفاقي وزير زده كوونكو كښې 446 ليپ ټاپ تقسيم كړل۔ده ووئيل دا پروګرام په بشپړه توګه په ميرټ اډانه دے او په دې كښې د كوم سفارش ګنجائش نشته۔ده ووئيل دا سكيم په كال2011 كښې پېل شوے ؤ ٬د دې نه پس دا تر ټول هېواد پراخه كړے شو او اوس وزيراعظم محمد شهباز شريف دا يو ځل بيا بشپړه انداز بحال كړے۔وفاقي وزير ووئيل پاكستاني او كشميري ځوانان د بې شمېره صلاحيتونو مالكان دي او په وخت موقع ترلاسه كېدو د هېواد او قام نامه روښانه كولې شي۔ده د قامي سلامتيا ذكر كولو سره ووئيل په دې سختو حالاتو كښې د فيلډ مارشل سيد عاصم منير پيشه واره قيادت او د وزيراعظم په وخت پريكړو په هېواد كښې د باور فضا قوي كړې او د پاكستان عزت زيات شوے۔ده ووئيل د پاكستان حكومت د مقبوضه كشمير آزادۍ لپاره په خپل كوټلې دريځ ولاړ دے او د كشميريانو په هر محاذ ملاتړ به روان ساتي ۔مقبوضه جمو او كشمير كښې د هند ظلمونو ذكر كولو سره ده ووئيل د تېرو 7 لسيزو راهيسې په كشميري اولس ظلم روان دے٬په لاكهونو كشميريان شهيدان او ژوبل شوي او كشميري خپل شهيدان د پاكستان په بيرغ كښې ښخښوي كوم چې د نړۍ لپاره يو مثال دے۔په دې موقع د جامعه پونچ رجسټرار پروفيسر ډاكټر امتياز احمد هم دستورې ته خطاب وكړو او د پوهنتون په كاركردګۍ يې رڼا واچوله۔په دې موقع د آزاد كشمير پخوانو وزيرانو ډاكټر محمد نجيب نقي خان٬سهرش قمر٬ د مسلم ليګ(ن) لارښود حاجي رشيد٬سردار اعجاز يوسف هم د وفاقي وزير سره وو۔د دې څخه وړاندې د وفاقي وزير پوهنتون ته په راتګ تود هركلے وكړے شو۔د فيكلټۍ غړو او انتظاميې افسرانو د خاص مېلمه تود هركلے وكړو او هغه د پوهنتون په انګڼ كښې يو يادګاري بوټې هم نال كړو۔










