راولاکوټ 17 فروري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په اعزاز كښې د راولاکوټ آزاد جمو و کشمير د مسلم ليګ (ن) لخوا د نهې په ورځ يوه په زړه پورې د هر كلي دستوره وشوه ۔ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل دا د غازيانو او شهيدانو خاوره ده دلته راتګ خپل ځان لپاره اعزاز ګڼم۔ ده ووئيل …
د وفاقي وزير انجينئر امير مقام په اعزاز كښې د راولاکوټ آزاد جمو و کشمير د مسلم ليګ (ن) لخوا د هر كلي دستوره

مزید خبریں
راولاکوټ 17 فروري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په اعزاز كښې د راولاکوټ آزاد جمو و کشمير د مسلم ليګ (ن) لخوا د نهې په ورځ يوه په زړه پورې د هر كلي دستوره وشوه ۔ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل دا د غازيانو او شهيدانو خاوره ده دلته راتګ خپل ځان لپاره اعزاز ګڼم۔ ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) قائد محمد نواز شريف په آزاد جموں کشمير كښې ډېر پرمختيائي كارونه كړي٬مسلم ليګ (ن) به په آزاد جمو و کشمير كښې د خوشحالي او ترقۍ سفر تل روان ساتي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د قائد نواز شريف په مشرۍ كښې متحد او مضبوط دے۔ ده ووئيل چ وزيراعظم محمد شهباز شريف د آزاد جمو و کشمير اولس لپاره هيلتھ کارډ او د دانش سکول پشمول يو شمېر منصوبې پېل كړې دي۔ ده ووئيل د پاکستان او آزاد جمو و کشمير ترمېنځه په ايمان ، تاريخ او قربانو اډانه لازواله رشته قائم ده او پاکستان به د مقبوضه کشمير تر آزادۍ د کشميريانو مقدمه په هر فورم مخ په وړاندې بيائي٬ ده ووئېل پاكستان به د كشميريانو اخلاقي٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔










