اسلام آباد۔17فروري (اے پي پي) د غربت كمولو او د سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ د نهې په ورځ د وزیرِاعظم رمضان ریلیف پیکیج 2026 تر مخه د جوړ نیشنل ټیلي کمیونیکیشن کارپوریشن د کال سینټر دورہ وكړه او د انتظامي و تکنیکي چمتو والي نيولو جاج يې واغست ۔وفاقي وزیر ته جنرل منیجر ډیټا ایند آئي ټي محمد سرور د کال سینټر آپریشنل او د تکنیکي …
د غربت كمولو و سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ د نیشنل ټیلي کمیونیکیشن کارپوریشن د کال سینټر دورہ ، د انتظامي و تکنیکي چمتووالي نيولو جاج واغستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔17فروري (اے پي پي) د غربت كمولو او د سماجي تحفظ وفاقي وزير سید عمران احمد شاہ د نهې په ورځ د وزیرِاعظم رمضان ریلیف پیکیج 2026 تر مخه د جوړ نیشنل ټیلي کمیونیکیشن کارپوریشن د کال سینټر دورہ وكړه او د انتظامي و تکنیکي چمتو والي نيولو جاج يې واغست ۔وفاقي وزیر ته جنرل منیجر ډیټا ایند آئي ټي محمد سرور د کال سینټر آپریشنل او د تکنیکي چارو په اړه تفصیلي بریفنګ وركړو ۔ محمد سرور بریفنګ كشې ووِئېل د این ټي سي په ایف-5 ودانۍ كښې جوړ کال سینټر 15 فروري 2026 نه فعاله دے او دا وخت نزدې 50 تربیه لرونكې کال ایجنټس خدمات تر سره كوي ۔ د اولسي رابطې لا مؤثر ه كولو او د کالز فشار سنبھالولو لپاره I-9 كښې يو بل کال سینټر هم به زر فعاله كړې شي ۔کال سینټر كښې د رئیل ټائم مانیټرنګ ډیش بورډ جوړ كړے شوے دے په كوم به چې لاګ اِن ایجنټس، قطار كښې د موجود کالز، ِ اورېدونكې کالز او د راغليو مجموعي کالز شمېره معلومولې شي ۔ بریفنگ كښې ووئېل شول د وزیراعظم رمضان ریلیف پیکیج تر مخه د 13,000 روپو مالي معاونت په حقله په يوه ورځ كښې نزدې 43 زره کالز راغلي او تر اوسه نزدې د 14 لاکھه مستحقین اکاؤنټس جوړ كړے شوي دي ٬ دغسې چې د روپو په وخت او قلاره ترسیل ممکن كړے شي ۔ وفاقی وزیر د بي آئي ایس پي استازو ته سپارښتنه وكره چې کنټرول روم 24/7 په بنیادونو روژه كښې د وړومبۍ عشرې لپاره په مکمل توګه فعاله اوساتئ چې دغسې اولس د كومې ستونزې يا پرېشانۍ سره مخ نشي ۔










