اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پاړټي (پي پي پي) نائب صدري شيري رحمان باجوړ كښې په امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ بريد غندنې كولو سره شهيدو شوو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي او د ترهه ګرۍ په ضد د قامي عزم روانه بخلے يې كړے۔ دجاري شوې بيان كښې سېنېټر شيري رحمان ووئيل د هند مرستياله يافته ترهه ګرو يو ځل بيا هېواد د غير …
سېنېټر شيري رحمان باجوړ كښې په امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پاړټي (پي پي پي) نائب صدري شيري رحمان باجوړ كښې په امنيتي ځواكونو د ترهه ګرۍ بريد غندنې كولو سره شهيدو شوو ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي او د ترهه ګرۍ په ضد د قامي عزم روانه بخلے يې كړے۔ دجاري شوې بيان كښې سېنېټر شيري رحمان ووئيل د هند مرستياله يافته ترهه ګرو يو ځل بيا هېواد د غير مستحکمولو هڅه كړې،خو د پاکستان امنيتي ځواكونو په مړانه ځواب وركولو سره د هغوي شيطاني ارادې ناکامه كړې۔دي ووئيل د عملياتو په مهال 12 ترهه ګر وژلې شوي ۔دي ووئيل زمونږ بهادر ځوانان د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د ترهه ګرۍ عزائم ناكامه كړل ۔دي ووئيل شهيدان د قام وياړ دے ٬ دغسې د پي پي پي لارښودې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه او د غمجنو سره يې د يووالي څرګندونه وكړه۔










