حکومت د بار ايسوسي ايشنز مسئلو حل كولو او د بار رومز ښه والي له به هر ممكن مرسته كوي۔سينيټر اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د وكيلانو ورورولي د انصاف نظام بنيادي او قوي ستن ده، حکومت د بار ايسوسي ايشنز مسئلو حل كولو او د بار رومز ښه والي له هر ممكن مرسته كوي۔وياند له مخې ده دا خبره د بېلو ضلعو بار ايسوسي ايشنز صدرانو او نوو ټاكلے شوو د کابينې غړو سره د …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د قانون و انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي د وكيلانو ورورولي د انصاف نظام بنيادي او قوي ستن ده، حکومت د بار ايسوسي ايشنز مسئلو حل كولو او د بار رومز ښه والي له هر ممكن مرسته كوي۔وياند له مخې ده دا خبره د بېلو ضلعو بار ايسوسي ايشنز صدرانو او نوو ټاكلے شوو د کابينې غړو سره د ملاقات په مهال كړي۔ ملاقات كښې د ميانوالي، ملتان، خانيوال، شيخوپوره، ننکانه صاحب، پاکپتن او عارفواله ډسټرکټ بار ايسوسي ايشنز استازو ګډون وكړو ۔ په دې موقع د بار رومز ښكلا، بنيادي سهوليات وركولو، وکيلانو ته د پېښو مسئلو او په روانو و مجوزه پرمختيائي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د بار عهديدارو د خپل خپل بارز چيلنجونو ، د وسائلو كمي او د انفراسټرکچر په اړه د ضروريات څخه وفاقي وزير خبر كړو او د پرمختيائي منصوبو په وخت بشپړولو يې زور راوړو۔وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې د قانون و انصاف وزارت به د بار استازو سره رابطه ساتلو سره د پرمختيائي پروژو په وخت بشپړول باوري كوي۔ده ووئيل وكيلانو ته د پېښو مسئلو حل له عملي او د اوږدې مودې اقدامات کوو دغسې چې د انصاف نظام فعاليت او اداره جاتي مضبوطيا لا مستحکمه كړې شي۔ده ووئيل حکومت د وكيلانو سره د مشاورت عمل روانه ساتلو سره د انصاف وركولو نظام مؤثره او فعاله كولو له جدي اقدامات کوي۔۔

مزید خبریں