اسلام آباد۔ 17 فروري (اے پي پي) په وفاقي آئيني عدالت كښې په خېبر پښتونخوا كښې د لارو بندولو په ضد يو وګري خواجه اظهر رشيد آئينې درخواست دائر كړے دے ۔ درخواست كښې موقف اختيار كړے شوے چې په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئې كاركنانو د اړخه د سړكونو بندولو له امله د ټريفك نظام سخت ځپلے كېږي او اولس په تګ راتګ كښې د سختو ستونزو …
وفاقي آئيني عدالت كښې په خېبر پښتونخوا كښې د لارو بندلولو په ضد درخواست دائر كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 17 فروري (اے پي پي) په وفاقي آئيني عدالت كښې په خېبر پښتونخوا كښې د لارو بندولو په ضد يو وګري خواجه اظهر رشيد آئينې درخواست دائر كړے دے ۔ درخواست كښې موقف اختيار كړے شوے چې په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئې كاركنانو د اړخه د سړكونو بندولو له امله د ټريفك نظام سخت ځپلے كېږي او اولس په تګ راتګ كښې د سختو ستونزو سره مخ دے ۔ درخواست كونكې تر مخه د لارو بندېدو څخه مسافرو ٬ رنځورانو ٬ طلبه ٬ ديهاړي مار او عدالتونو ته د رسنې غوښتونكو لپاره سنګين مسائل پېدا كېږي ۔ موقف كښې وئېلې شوي كه په روژه مباركه كښې هم لارې بندې شوې نو په صوبه كښې د ضروري څيزونو كمے رامخې ته كېدے شي۔ دغسې په صوبه كښې تګ راتګ هم ځپلے كېږي او تر نورو صوبو تګ راتګ هم محدود شوے دے۔ درخواست كونكې استدعا كړې ده چې د آئين 1973 تر مخه وګرو ته د تګ راتګ آزادۍ باوري كولو دې احكمات جاري كړے شي او د لارو بندونه دې ختمه كړې شي۔ درخواست كښې صوبائي حكومت ٬ وزيراعلې ٬ چيف سېكرټري او انسپكټر جنرل فريق جوړ كړے شوي دي۔










