لاهور 17 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي وئيلي دي د باني پي ټي آئي په دارو درملو معامله ناوړه سياست كېږي٬ عليمه خان د باني ناروغتيا كېش كول غوښتل٬ د پي ټي آئي قيادت د باني د دارو درملو په سهولتونو مطمئن دے، د لارو په بندولو اولس ستونزو سره مخ كړے شوے ٬ د مفاهمت قائل يو٬ خو چا ته به په هېواد كښې …
د پي ټي آئي قيادت د باني د دارو درملو په سهولتونو مطمئن دے٬ په دې معامله ناوړه سياست كېږي۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي پرېس كنفرنس

مزید خبریں
لاهور 17 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير محسن نقوي وئيلي دي د باني پي ټي آئي په دارو درملو معامله ناوړه سياست كېږي٬ عليمه خان د باني ناروغتيا كېش كول غوښتل٬ د پي ټي آئي قيادت د باني د دارو درملو په سهولتونو مطمئن دے، د لارو په بندولو اولس ستونزو سره مخ كړے شوے ٬ د مفاهمت قائل يو٬ خو چا ته به په هېواد كښې د اړي ګړي خپرولو اجازه هېچرې ورنه كړو، په صوبه كښې سړكونه بېرته كولو لپاره به د پېښور هائي كورټ په حكم په هر صورت عملدرامد باوري كولې شي٬ په پاكستان كښې په كېدونكې ترهګرۍ كښې هند ككړ دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال وكړه۔ ده ووئيل په زندان كښې هر بنديوان ته د علاج سهولت وركول د رياست ذمه واري ده، باني پي ټي آئي ته د دارو درملو لپاره هر ډول ممكنه سهولتونه وركړے كېږي٬ خو د بده مرغه د باني پي ټي آئي د بينائۍ په معامله پروپېګنډه وشوه٬ په دې معامله ناوړه سياست كېږي۔ ده ووئيل په دې معامله د سينئر سياستمدار محمود خان اچکزئي په درخواست د وړاندې نه حكومت د پي ټي آئي قيادت او اپوزيشن سره په رابطه كښې ٶ٬ سپيکر سردار اياز صادق په دې لړ كښې دواړو اړخونو څخه په رابطه كښې خپل كردار ادا كوي٬ ده ووئېل مونږ د پي ټي آئي قيادت ته بشپړ باور وركړے چې باني پي ټي آئي ته به د دارو درملو هر ډول ممكن سهولتونه وركولې شي۔ محسن نقوي ووئيل مونږ علاج لپاره د ښه ډاکټرانو انتخاب كړے او سركاري او نجي ډاکټرز د باني پي ټي آئي معائنه كړې ٬ په دې د پي ټي آئي قيادت وئيلي دي چې مونږ د حکومت لخوا په علاج معالجه مطمئن يو۔ د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ووئيل باني پي ټي آئي ته د سترګو علاج لپاره يوه ستن لګېدل وه كومه چې د ډاکټرز په مرسته په زندان كښې هم لګېدې شوه خو مونږ د ھغه علاج له هر ډول ممكن سهولتونه وركول غوښتل كومو لپاره چې روغتون ته بوتللے شو۔ ده ووئيل مونږ د باني پي ټي آئي معائنې لپاره د هغوي مشرانو ته د سپيشلسټ د نوم تجويز كولو هم وئيلي وٶ او د هغوي مشرانو ته هم په دې لړ كښې بلنه وركړې شوې٬ مونږ غوښتل چې د پي ټي آئي د قيادت په موجودګۍ كښې د باني پي ټي آئي چيک اپ اوشي خو ھغوي رانغلل۔ مونږ ته ووئيل شول چې باني دې يوې اوونۍ لپاره روغتون ته منتقل كړے شي٬ عليمه خان د باني ناروغتيا كېش كول غوښتل ٬ ھغې به تل د باني علاج معالجه څخه منع كولو۔ وفاقي وزير ووئيل د باني په صحت بليم ګيم شوے٬ ځېنې خلق د باني د صحت نه زيات خپل سياست لپاره فكر مند دي، دا معامله سياسي كول پكار نه وه ٬ رپورټس راغلل٫ دا تماشه او خلق د ګمراه كولو ډرامه اوس بندول پكار ده۔ ده ووئيل خبرې اترې د مسئلو حل وي٬ تل مو دا باور لرلے چې څه هم مسئله وي د خبرو اترو د لارې يې حل ممكن دے٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف تل د سياسي مفاهمت او خبرو اترو قائل دے۔ ده وئوېل مونږ اوس هم وائيو كه د باني پي ټي آئي كوم ميډيکل ټيسټ پاتې وي٬ نو مونږ ته دې اووئي مونږ به مرسته كوٶ۔ ده ووئيل د حكومت لخوا د بشپړ مرستې باوجود سړكونو بندولو سره اولس ستونزو سره مخ كړے شوے ۔ وفاقي وزير ووئيل د احتجاج په شا د اسلام آباد په ريډ زون كښې چا ته د وراني او اړي ګړي خپرولو اجازه نشي وركړې كېدې۔ ده ووئيل تر 18 فروري رپورټ طلب كړے شوے او چيف سيکرټري او آئي جي ته په دې حواله هدايات جاري كړې شوې دي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د صوبې پوليس د ترهګرۍ په ضد قربانۍ وركوي٬ د خېبر پښتونخوا صورتحال د ټولو په وړاندې دے٬ هلته هره ورځ يو نه يوه پېښه رامخې ته كېږي٬ خو تر څو چې پوليټکل ليډرشپ آن بورډ نه وي٬ د ترهګرۍ په ضد دا جنګ ګټل به ګران شي۔ ده ووئيل په دې د پي ټي آئي كاركنان هم بايد سوچ وكړي چې څوك د هېواد دښمن او څوك خېرخواه دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په سوشل ميډيا د هېواد د مفادات په ضد د پروپيګنډا كوٶنكو په ضد كارروائي باوري كوٶ۔ په هېواد كښې د كېدونكې ترهګرۍ په اړه د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په پاکستان كښې په ترهګرۍ كښې د هند لاس دے٬ د دې كوټلې شواهد موجود دي٬ هند په بلوچستان كښې ترهګرۍَ لپاره ډالرې وركوي۔ ده ووئيل ډېر زر به هېواد څخه د ترهګرۍ خاتمه وكړو۔










