نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د فلسطين په صورتحال د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل بريفنګ كښې ګډون لپاره د فرورۍ په اتلسمه نيټه د نيويارك دوره كوي

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د فلسطين په صورتحال د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د لوړې كچې بريفنګ كښې ګډون لپاره د فرورۍ په اتلسمه نيټه د نيويارك دوره كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د دې غونډې مشري به د برتانيه خارجه وزير د سلامتي کونسل د صدر …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار به د فلسطين په صورتحال د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د لوړې كچې بريفنګ كښې ګډون لپاره د فرورۍ په اتلسمه نيټه د نيويارك دوره كوي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې د دې غونډې مشري به د برتانيه خارجه وزير د سلامتي کونسل د صدر په حېث كوي۔ د بريفنګ په مهال به نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په فلسطين د پاکستان د اصولي او مستقل موقف پخلې كوي او وفاقي وزير به په لويديزه غاړه كنټرول زياتولو لپاره د اسرائيل په اوسنو غېر قانوني پرېكړو د پاكستان لخوا د سخت مخالفت پخلے كوي٬ په غزه كښې د مستقل جنګ بندۍ په ضرورت، د سلامتي کونسل په قرارداد 2803 بشپړ عملدرآمد، په انساني مرسته كښې زياتوالے او د غزه بحالۍ او د بيا رغونې په زر پېل كولو به زور راوړي٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزير به د نړيوالو او سيمه ايزو شراكتدارو پشمول “ګروپ آف ايټ” عرب او اسلامي هېوادونو او امريكې سره د پاكستان پرله پسې رابطې هم رامخې ته كوي دغسې چې د نړيوال قانون له مخې يو منصفانه او د پوخ امن ملاتړ وكړے شي٬ د دې امن مقصد د فلسطين اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كول او د كال 1967 نه په وړاندې پولو د اډانه يو آزاد، خپلواكه او د مربوط فلسطيني رياست جوړول دي چې پايه تخت يې القدس الشريف وي۔ د دې دورې په مهال به نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار خپل همڅنګ سره دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي چې پكښې به د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔

مزید خبریں