اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰي کمال د اسلام آباد په تمېر كلي كښې د صحت بنيادي مركز ډيجيټائز كولو سره د ټيلي ميډيسن سروس پېل كړے دے چې د لارې به يې اوس د لرې پرتو سيمې اولس د پوهه ډاکټرانو څخه آن لائن علاج، مشاورت او داروګان په كور ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ …
د روغتيا وفاقي وزير په تمير كښې د صحت بنيادي مرکز ډيجيټائز كولو سره ټيلي ميډيسن سروس پېل كړو٬ وګړي به اوس د ډاکټرانو څخه آن لائن علاج، مشاورت او داروګان ترلاسه كولې شي۔مصطفٰي کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰي کمال د اسلام آباد په تمېر كلي كښې د صحت بنيادي مركز ډيجيټائز كولو سره د ټيلي ميډيسن سروس پېل كړے دے چې د لارې به يې اوس د لرې پرتو سيمې اولس د پوهه ډاکټرانو څخه آن لائن علاج، مشاورت او داروګان په كور ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د صحت وزارت پاليسي سازۍ نه وړاندې د صحت د نظام تفصيلي جاج اخستلے شوے او د لويو روغتونونو په ځاے كور سره نزدې د روغتيا بنيادي يونټس ( بي اېچ يو) مضبوطولو لپاره لائحه اختيار كړې شوې٬ په دې لړ كښې د اسلام آباد كليوالو سيمو لپاره د روغتيا په څانګه كښې د مهم پېشرفت په توګه د تمير د صحت بنيادي مرکز ډيجيټائز كولو سره هلته د جديد ټيلي ميډيسن سينټر پرانسته وكړې دشوه۔ دا خبره د روغتيا وفاقي وزارت لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ د پرانستې دستورې په مهال د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰي کمال ووئيل موجوده حکومت د صحت په نظام كښې د اصلاحات له مخې په لويو روغتونونو ګڼه كمولو او د صحت بنيادي مركزونه په فعاله كولو زور راوړي، د هيلتھ کيئر مقصد يوازې د رنځور علاج نه بلكې د رنځونو نه ستنه باوري كول دي۔ ده ووئيل د معمولي رنځونو يا د بلډ پريشر په څېر مسئلو لپاره د لرې او لويو روغتونو مخه كولو سره نه يوازې رنځوران ستونزو سره مخ كېږي بلكې په انتظاميه هم زياتي فشار راځي٬ ده ووئېل ټيلي ميډيسن به د صحت په څانګه كښې يو حقيقي انقلاب ثابت شي چې ورسره به د لرې پرتو سيمو اولس ته په سمدستي توګه او معياري طبي سهولتونه په لاس ورشي۔










