د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق باجوړ كښې په چیك پوسټ د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق باجوړ كښې په چیك پوسټ د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بريد غندنې كولو سره په دې بريد كښې په شوي قیمتی انسانی زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔د نهي په ورځ خپل بيان كښې ده د 12 خوارجو ترهه ګرو په وژلو امنتنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د قامی اسمبلۍ سپیکر د ترهه …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق باجوړ كښې په چیك پوسټ د فتنه الخوارج ترهه ګرو د بريد غندنې كولو سره په دې بريد كښې په شوي قیمتی انسانی زيان د افسوس څرګندونه كړې ده ۔د نهي په ورځ خپل بيان كښې ده د 12 خوارجو ترهه ګرو په وژلو امنتنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې ۔د قامی اسمبلۍ سپیکر د ترهه ګرو بريد شنډولو په مهال د 11 ځوانانو په شهادت د غم دړد څركندونه وكړه ۔ سپیکر سردار ایاز صادق د شهيدانو مړاني ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړهه ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوونكي قام چري هم نه شي هيرولې،قام به د خپلو شهيدانو قربانۍ عمر له يادې ساتي۔ده ووئيل ترهه ګر به چري هم خپلو ناوړو عزائمو كښې بريالي نشي،د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔د قامی اسمبلۍ سپیکر د ترهه ګرۍ په بريد كښې د ژوبل كسانو زر روغتيا لپاره دعا اوكړه۔ده ووئيل د قام د بهادرو ځوانانو او وګړو قربانۍ به بے ځايه نه ځي،په هېواد كښې د رواني ترهه ګرۍ بشپړه ختمولو لپاره ټول قام يو موټې دے۔دغسې د قامي اسمبلۍ سپیکر د شهيدانو لوړو درجو او د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔

مزید خبریں