اولس ناوړه حالت سره مخ دے او سهيل آفريدي په اسلام آباد كښې ناست دے۔طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئېلي دي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي كاركردګي سواليه نشان جوړ ده ٬صوبه دا مهال د ګورننس او امنيت مسئلو سره مخ ده٬اولس د روژې مباركې پېل كېدو څخه وړاندې د ګرانۍ او بې يقينۍ له امله خفګان سره مخ دے خو كوم ښكاره ريليف پیكج يا اولسي ايجنډا نه ښكاري۔د نهې په ورځ د سماجي …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي)د پارليماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري وئېلي دي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی سهيل آفريدي كاركردګي سواليه نشان جوړ ده ٬صوبه دا مهال د ګورننس او امنيت مسئلو سره مخ ده٬اولس د روژې مباركې پېل كېدو څخه وړاندې د ګرانۍ او بې يقينۍ له امله خفګان سره مخ دے خو كوم ښكاره ريليف پیكج يا اولسي ايجنډا نه ښكاري۔د نهې په ورځ د سماجي رابطې په ويب سائټ ايكس په خپل بيان كښې ده د افسوس څرګندونې سره ووئيل وزيراعلٰی د ا سلام آباد په خېبرپښتونخوا هاؤس كښې په ناسته په داسې معاملات سياست كوي كوم چې د وړاندې څخه حل شوي دي ٬په خاص توګه د عمران خان د صحت په مسئله سياست كيږي۔ده ووئيل چا چې تحريك انصاف له ووټ وركړے هغوي اوس د سړكونو بندېدو سره مخ دي٬آيا هغوي دې لپاره ووټ وركړے ؤ چې په هېواد كښې به اړے ګړے خپرولې شي٬اولس له سياست نه خذمت پكار دے۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا ته د بيانونو نه د عملي اقدامات ضرورت دے۔

مزید خبریں