وفاقي وزير احسن اقبال چيف ايډوائزر پروفيسر محمد يونس سره وليدل

ډھاکه 17 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د بنګله ديش چيف ايډوائزر پروفيسر محمد يونس سره ليدلي دي ۔ وفاقي وزير د بنګله ديش د نوي ټاكلي وزيراعظم طارق رحمان د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون لپاره د ډهاكه په دوره دے۔ په دې موقع احسن اقبال پروفيسر محمد يونس او د بنګله ديش اولس لپاره په كامياب ټول ټاكنو …

ډھاکه 17 فروري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال د بنګله ديش چيف ايډوائزر پروفيسر محمد يونس سره ليدلي دي ۔ وفاقي وزير د بنګله ديش د نوي ټاكلي وزيراعظم طارق رحمان د سوګند پورته كولو په دستوره كښې ګډون لپاره د ډهاكه په دوره دے۔ په دې موقع احسن اقبال پروفيسر محمد يونس او د بنګله ديش اولس لپاره په كامياب ټول ټاكنو كولو مباركي وركړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت، اولسي روابطو او نېغ په نېغه د فضائي رابطو د بحالۍ پشمول په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو په قوي كولو د چيف ايډوائزر مننه وكړه۔ چيف ايډوائزر د وفاقي وزير مننې كولو سره د پاكستان وزيرِاعظم محمد شهباز شريف سره د خپلو ملاقاتونو ذكر كولو سره ووئيل د پاکستان او بنګله ديش ترمېنځه يو شمېر مشترك خصوصيات موجود دي كوم چې په شركې ګټې اډانه مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره مضبوط بنياد وركوي۔ وفاقي وزير احسن اقبال چيف اېډوائزر پروفيسرمحمد يونس ته د پاکستان۔بنګله ديش نالج کوريډور له مخئ د علامه محمد اقبال سکالرشپس په اړه خبرولو سره ووئيل د سکالرشپ د وړومبي بېچ زده كوٶنكي د پاكستان په اړوندو پوهنتونونو كښې داخله اخستې ده۔ پروفيسر محمد يونس د دې اقدام ستائنې كولو سره د هيله څرګنده كړه چې په راتلونكي وخت كښې به تعليمي، كلتوري او په اولسي كچه تبادلې لا زياتې شي۔

مزید خبریں