سينيټر شيري رحمان په باجوړ كښې په امنيتي ځواكونو د ترهګرو بريد وغندلو

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر شيري رحمان په باجوړ كښې په امنيتي ځواكونو د ترهګرو د بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره وئيلي دي د هند په سرپرستۍ كښې د ترهګرو يو بله هڅه شنډه كړې شوه او 12 ترهګر ووژل شول ۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل د وطن مېړنو ځوانانو د خپلو ځانونو پراوه نه كولو سره …

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر شيري رحمان په باجوړ كښې په امنيتي ځواكونو د ترهګرو د بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره وئيلي دي د هند په سرپرستۍ كښې د ترهګرو يو بله هڅه شنډه كړې شوه او 12 ترهګر ووژل شول ۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې دې ووئيل د وطن مېړنو ځوانانو د خپلو ځانونو پراوه نه كولو سره د ترهګرو ناپاك عزائم خاورې كړل۔ بريد كښې د شهيدو شوو اهلكارو لوړ درجو لپاره دعا كولو سره دې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ دې غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونې كولو سره د دې عزم پخلے وكړو چې مېړنے اولس به د آخري ترهګر تر خاتمې خپلو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د قام او هېواد د دښمنانو ناوړه مقاصد به خاورې كوي۔

مزید خبریں