اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د چين نوي كال پېل په موقع د چين حکومت، قيادت او اولس له مباركي وركړې ده ۔د مباركۍ په خپل پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نوې كال دې د چين لپاره د خوشحالۍ، امن، پرمختګ او سوكالۍ زيرے راوړي۔ده هيله څرګنده كړه چې دا كال به د چين اولس لپاره د کاميابيو، استحکام او …
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د نوي كال پېل په موقع د چين حکومت، قيادت او اولس له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د چين نوي كال پېل په موقع د چين حکومت، قيادت او اولس له مباركي وركړې ده ۔د مباركۍ په خپل پيغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل نوې كال دې د چين لپاره د خوشحالۍ، امن، پرمختګ او سوكالۍ زيرے راوړي۔ده هيله څرګنده كړه چې دا كال به د چين اولس لپاره د کاميابيو، استحکام او نور پيشرفت سبب وګرځي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان او چين ترمينځه پخوانۍ ، مثالي او قوي ملګرتيا د دواړو هېوادونو اولسونو لپاره د وياړ وړ ګرځولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكي په شريك باور، احترام او مرسته اډانه دي كومي چې د وخت سره سره لا قوي كيږي۔د سېنېټ چيئرمېن د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان، چين سره پارليماني رابطو پشمول په هره كچه مرستي ته ودي وركولو له لوظي دے او د دواړو هېوادونو شراکت داري به سيمه كښې امن او سوكالۍ لپاره په زړه پوري كردار ترسره كوي۔ده د نوي كال په موقع د چين اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔










