لندن 17 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سپريم کورټ آف پاکستان پخواني جج او لاهور هائي كورټ پخواني چيف جسټس جسټس خليل الرحمان خان په مړينه غمرازي ښكاره كولو سره وئيلي چې د هغه شميره د هېواد په سينئر او تجربه کار ججانو كښې وه۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د جسټس خليل الرحمان خان …
وزيراعظم شهباز شريف د جسټس خليل الرحمان خان په مړينه غمرازي ښكاره كړه

مزید خبریں
لندن 17 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سپريم کورټ آف پاکستان پخواني جج او لاهور هائي كورټ پخواني چيف جسټس جسټس خليل الرحمان خان په مړينه غمرازي ښكاره كولو سره وئيلي چې د هغه شميره د هېواد په سينئر او تجربه کار ججانو كښې وه۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم ووئيل د جسټس خليل الرحمان خان شميره فرض شناس ججانو كښې وه چا چې ټول عمر د عدل و انصاف لپاره كار كړے۔وزيراعظم د جسټس خليل الرحمان خان کورنۍ سره غمرازي كولو سره دعا اوكړه چې لوے څشتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










