اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي پاكستان واضحه او ښكاره دريځ لري چې په امينت كومه سودا ممكن نه ده ۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل افغان خاوره كارٶنكو ترهګرو په ضد موثره كاروائي ضروري ده، پاکستان د څو لسيزو راهسې د ترهګرۍ شواهد او ثبوت وړاندې كوي۔ ده ووئيل افغانستان څخه په هره كچه …
په امينت كومه سودا ممكن نه ده۔ جام کمال خان

مزید خبریں
اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي پاكستان واضحه او ښكاره دريځ لري چې په امينت كومه سودا ممكن نه ده ۔ د ګل په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې ده ووئيل افغان خاوره كارٶنكو ترهګرو په ضد موثره كاروائي ضروري ده، پاکستان د څو لسيزو راهسې د ترهګرۍ شواهد او ثبوت وړاندې كوي۔ ده ووئيل افغانستان څخه په هره كچه د روابطو نه وړاندې د ترهګرۍ مسئله حل كول ضروري ده٬ په دې وروستيو كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې اضافه د اندېښنې وړ ده ۔ ده ووئيل پاکستان مکالمې او تجارت ته د ودې وركولو مرستيال دے خو د ترهګرۍ په موجودګۍ كښې پېشرفت ممكن نه دے۔ ده ووئېل اقتصادي معاملات مهم دي خو ملي خپلواكۍ او امنيت وړومبۍ پام لرنه ده۔










