کولمبو 16 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په کولمبو كښې د سري لنكا خپل همڅنګ آنند وجے پالا، سره ملاقات كړے دے ۔ د سري لنكا داخله وزارت ته په رسېدو داخله وزير آنند وجے پالا د پاکستاني همڅنګ محسن نقوي تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د دواړو وزيرانو ترمېنځه په كورني امنيت٬ د ترهګرۍ مخنيوي او د نشه اي توكو مخنيوي لپاره …
وفاقي وزير محسن نقوي د سري لنکا خپل همڅنګ سره ملاقات

مزید خبریں
کولمبو 16 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په کولمبو كښې د سري لنكا خپل همڅنګ آنند وجے پالا، سره ملاقات كړے دے ۔ د سري لنكا داخله وزارت ته په رسېدو داخله وزير آنند وجے پالا د پاکستاني همڅنګ محسن نقوي تود هركلے وكړو۔ په دې موقع د دواړو وزيرانو ترمېنځه په كورني امنيت٬ د ترهګرۍ مخنيوي او د نشه اي توكو مخنيوي لپاره د شريك معاونت په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې مهال سائبر کرائمز او په مالياتي فراډ كښې د ككړې مافيا په ضد د ګډې په تګلاره هم خبرې وشوې٬ دغسې د پاکستان او سري لنکا د داخله وزارت ترمېنځه همكاري زياتولو ته اتفاق راغلو٬ غير قانوني اميګريشن او د نشه اي توكو مخنيوي لپاره د مشاورت ښه كولو پرېكړه وشوه٬ د پوليس او پيرا ملټري فورسز د مشترکه ټريننګ په پروګرامز هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ په دې موقع داخله وزير محسن نقوي د سري لنکا پوليس افسرانو ته په نيشنل پوليس اکيډمي كښې د تربيې وركولو وړاندېز هم وكړو۔ داخله وزير د سري لنكا خپل همڅنګ ته د پاكستان دورې بلنه هم وركره او په مېلمستيا يې د سري لنكا د خپل همڅنګ مننه وكړه۔ په سري لنکا كښې د پاکستان هائي کمشنر مېجر جنرل (ر) فهيم العزيز، ايډوائزر ټو چئيرمين پي سي بي عامر مير، چيف آپريټنګ آفيسر سمير احمد، چيف ايګزيکټو آفيسر پي اېس اېل سلمان نصير هم په دې موقع موجود وو۔










