اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف آسټريا سره بيلو څانګو كښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو خواهش پخلې كولو سره وئېلي دي چې پاكستان كاروبار لپاره اوپن او آسټريا سره د شراكتدارۍ نوې پړاؤ لپاره چمتو دے٬د آسټريا سرمايه كار دې پاكستان كښې د ښه موقعو څخه ګټه پورته كړي٬تجارت او علمي تبادلو ته پام لرني ته اړتيا ده٬د سېلګرۍ څانګې پرمختګ لپاره د مرستې خوښي لرو٬د جي …
وزيراعظم آسټريا سره بيلو څانګو كښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو د خواهش پخلے وكړو٬پاكستان كاروبار لپاره اوپن او آسټريا سره د شراكتدارۍ نوې پړاؤ لپاره چمتو دے۔شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف آسټريا سره بيلو څانګو كښې شريكې مرستې ته د ودې وركولو خواهش پخلې كولو سره وئېلي دي چې پاكستان كاروبار لپاره اوپن او آسټريا سره د شراكتدارۍ نوې پړاؤ لپاره چمتو دے٬د آسټريا سرمايه كار دې پاكستان كښې د ښه موقعو څخه ګټه پورته كړي٬تجارت او علمي تبادلو ته پام لرني ته اړتيا ده٬د سېلګرۍ څانګې پرمختګ لپاره د مرستې خوښي لرو٬د جي اېس پي پلس لپاره په ملاتړ د آسټريا مشرتابه مننه كوو٬راځۍ چې په ګډه غېر قانوني كډه كونكو مقابله وكړو٬هنرمنده پاكستاني ځوانانو له دې آسټريا كښې تر نوكرو رسنه وركړې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د آسټرېليا چانسلر كرسچئين اسټاكر سره د پلاوي په كچه خبرو اترو په مهال كړې۔وزيراعظم د آسټريا چانسلر ته مخاطب كېدو سره ووئيل يو ځل بيا په ملاقات كولو ډېر خوشحاله شوې يم٬تاسو سره تېر كال نيويارك كښې شوي ملاقات ياد دے٬د پاكستان او آسټريا اړيكو قوي كولو كښې ستاسو خوښي څخه متاثره شوې يم٬لاهور كښې مونږ سره د آسټريا په مرسته جوړ كړې شوې يو كلتوري سينټر هم لرو٬زه د هغې سرپرست يم٬دا كلتوري مرسته د پاكستان او آسټريا ترمينځه ملګرتيا ته ودې وركولو كښې مرستياله ده۔وزيراعظم ووئيل چې ستاسو لپاره د پاكستان اولس ښې جذبے او د خپل حكومت ښكاره پېغام راوړلو سره راغلے يم۔پاكستان د كاروبار لپاره اوپن دے او پاكستان آسټريا سره شراكتدارۍ نوې پړاؤ لپاره چمتو دے۔ده ووئيل چې د پاكستان حكومت كاروباري ماحول ښه والي لپاره ډېر اقدامات كړي دي٬مونږ به د آسټريا ملګرو ته هركلے وائيو چې هغوي پاكستان كښې د موجود پراخه موقعو څخه استفاده وكړي۔وزيراعظم ووئيل چې د آسټريا لخوا جي اېس پي پلس په بابله د پاكستان ملاتړ هم د زړه نه مننه كوو٬راځۍ چې مونږ په ګډه عمومي تجارت٬علمي تبادلو او نوې پیدا شوې موقعو څخه ګټه پورته كړو٬هنرمند افرادي قوت٬تګ راتګ او فني تربيې زمونږ د مرستې مركزي څانګې كېدے شي٬راځۍ چې مونږ په ګډه غېر قانوني كډه كونكو مقابله وكړو٬هنر منده پاكستانيانو له دې په آسټريا كښې تر نوكرو رسنه وركړې شي۔وزيراعظم ووئيل چې ماته معلومه ده چې د آسټريا وړاندې څخه نورو هېوادونو سره هم دغسې لوظنامې شته۔وزيراعظم ووئيل چې پاكستان يو ښكلے هيواد دے كوم كښې چې دنګ غرونه او زړه راښكونكې ښكلې مناظر لري٬ خواهش لرو چې سېلګرۍ څانګې پرمختګ كښې مرسته وكړې شي۔وزيراعظم په بشپړه هركلي كولو د آسټريا چانسلر مننه وكړه او وې وئېل چې راتلونكو كلونو كښې آسټريا سره شريكې مرستې ته لا پراختيا وركولو خواهش لرو۔ده د آسټريا چانسلر ته د پاكستان دورې كولو بلنه وركولو سره ووئيل چې په پاكستان كښې به د هغه بشپړه هركلے كولې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د پلاوي په كچه په مذاكرات كښې ابتدائي كلمات المان ژبه كښې ووئيل په دې فيډرل چانسلر او د هغه پلاوي غړو هم حيران پاتې شو۔وزيراعظم ووئيل چې څو خبرې به المان ژبه كښې وكړم٬تاسو ټول په المانۍ ژبه پوهېږۍ٬زه د موزارټ لويې فين يم او دې لپاره د زړه نه ستاسو مننه كوم۔ده ووئيل كله چې زه ځوان ووم نو آسټريا ته راغلے ووم٬ما د موزارټ ښار او شالزبرګ او دلته ويانا كښې د شوئن برن محل دوره كړې٬په ګرمائي استوګنه كښې زما تود هركلے شوې ؤ او ما د ويانا سټيټ اوپيرا دوره كړی چرته چې ما د ويانا مزه اخستلې كوم چې ډېر شاندار و۔










