د پاكستان آئين اقليتونو سره د برابرۍ درس وركوي۔ طا هر محمود اشرفي

لاهور 16 فروري (اے پي پي) د پاکستان علماﺀ کونسل چيئرمين حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان آئين اقليتونو سره د برابرۍ درس وركوي٬ د ملي امن كمېټۍ د پېغام بنيادي مقصد په لاندې كچه يو بل سره په ګډه د كار كولو سوچ پېدا كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په کيتھيدرل چرچ كښې د بين المذاهب همغږۍ كنفرنس ته خپلې …

لاهور 16 فروري (اے پي پي) د پاکستان علماﺀ کونسل چيئرمين حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان آئين اقليتونو سره د برابرۍ درس وركوي٬ د ملي امن كمېټۍ د پېغام بنيادي مقصد په لاندې كچه يو بل سره په ګډه د كار كولو سوچ پېدا كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په کيتھيدرل چرچ كښې د بين المذاهب همغږۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ طاهر محمود اشرفي ووئيل د پېغام پاكستان معني “خپل مسلك نه پرېښودل او د بل مسلك نه چېړل” دي لوے مسئلې په كليسا او جوماتونو كښې حل كېدې ٬ د وحدت اتحاد بين المذاهب خبره كول آسان نه دي٬ په اسلام آباد پېنډۍ كښې په ځانمرګي بريد علمائے کرام د روغتونونو او امام باړو په وړوندې په قطار كښې ولاړ ٶ۔ طاهر محمود اشرفي ووئيل چې د ملي امن كمېټۍ د پېغام بنيادي مقصد په لاندې كچه يو بل سره په ګډه د كار كولو سوچ پېدا كول دي، مسجد نبويۖ تر ټولو زيات مقدس دے٬ خانه کعبه تر ټولو نه اعلٰې مقام دے٬ كه اسلام مسيحيانو ته هلته د كېښناستو اجازه وركوي نو مونږ له هم خپلې دروازې پرانستل پكار دي۔ ده ووئيل په مونږ د ترهګرۍ او انتها خوښې جنګ مسلط دے د كومې چې مونږ له په ګډه مقابله كول دي۔

مزید خبریں