اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په امريكا كښې د ملګرو ملتونو او بين الپارليماني يونين شريك پارليماني سماعت كښې ګډون نه پس هېواد ته رارسېدلے۔ ده د دې دورې په مهال د پاكستان موقف په ښه ډول وړاندې كړو او د ملګرو ملتونو منشور او د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې يۍ د نړيوال قانون احترام او د اوږدې مودې شخړو امن ناكه حل …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني هيواد ته راورسيد

مزید خبریں
اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په امريكا كښې د ملګرو ملتونو او بين الپارليماني يونين شريك پارليماني سماعت كښې ګډون نه پس هېواد ته رارسېدلے۔ ده د دې دورې په مهال د پاكستان موقف په ښه ډول وړاندې كړو او د ملګرو ملتونو منشور او د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې يۍ د نړيوال قانون احترام او د اوږدې مودې شخړو امن ناكه حل كښې د معنی لرونكي پېشرفت غوښتنه وكړه۔ د كلن آئي پي يو سماعت 2026 افتتاحي غونډې ته وينا كښې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وويل چې د ملګرو ملتونو ساكھ زياتولو لپاره جمهوري٬شفاف او ښه پريكړو ته اړتيا ده۔په پلاوي كښې سېنېټر فاروق ايچ نائيك٬سېنېټر عبدالقادر٬سېنېټر سيد فيصل علي سبزواري٬سېنېټر سليم مانډي والا او نور شامل وو۔ د سېنېټ چيئرمېن د ملګرو ملتونو اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې دا نن هم د ګڼ اړخيزې مرستې بنيادي ستن ده۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په چېلنجونه كوم هم هېواد په ځانله قابو موندلے نه شي۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني په نيويارك كښې د آئي پي يو صدر ډاكټر ټوليا ايكسن او سيكرټري جنرل مارټن چونګونګ سره هم جلا جلا ملاقاتونه وكړل چې پكښې د پاكستان فعاله او موثره پارليماني سفارتكاري رامخې ته شوې۔ د سېنېټ چيئرمېن آئي پي يو سره د پاكستان قوي او پخوانې تړون رامخې ته كولو سره ووئيل چې د پاكستان پارليمان پرله پسې آئي پي يو اسمبلو٬قائمه كمېټو او عمومي مباحثو كښې فعاله شركت كوي۔ د موسمي بدلون په مسئلو د سينيټ ِچيئرمين ووئيل چې پاكستان د نړۍ هغه هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمي بدلونونو له امله زيات ځپلې كېږي۔ده د 2022 سېلاب او د هغې نه پس د موسمي پېښو حواله وركولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې موسمياتي انصاف او د شريكې ذمه وارۍ اصولو ترمخه دې د ځپليو هېوادونو مرسته وكړې شي۔نړيوال امن او په بشري حقونو خبره كولو سره د سېنېټ چيئرمېن د شخړو حل لپاره مكالمه او سفارتكاري ضروري وګرځوله۔د دې نه علاوه د سېنېټ چيئرمېن په مشرۍ كښې د پاكستان د اعلٰی پاې پارليماني پلاوي كلن آئي پي يو پارليماني سماعت 2026 په موقع د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ صدر سره د ملګرو ملتونو هيډكوارټر كښې ملاقات وكړو










