اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د قومي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال په مشرۍ كښې په هېواد كښې د اسچ آئي وي/ اسډز مجموعي صورتحال جاج اخستلو لپاره مهمه غونډه شوې چې پكښې په پېښو چېلنجونو او د سباؤن په تګلاره بريفنګ وركړﺀ شو۔ په غونډه كښې د سنټرل منسجمنټ يونټ اعلٰی چارواكو او د نړيوالو شراكتدارو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔د بريفنګ په مهال ووئيل شو په هېواد كښې د اسچ …
د قومي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال په مشرۍ كښې په هيواد كښې د ايچ آئي وي/ ايډز مجموعي صورتحال جاج اخستو مهمه غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد۔16فروری(اے پی پی) د قومي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال په مشرۍ كښې په هېواد كښې د اسچ آئي وي/ اسډز مجموعي صورتحال جاج اخستلو لپاره مهمه غونډه شوې چې پكښې په پېښو چېلنجونو او د سباؤن په تګلاره بريفنګ وركړﺀ شو۔ په غونډه كښې د سنټرل منسجمنټ يونټ اعلٰی چارواكو او د نړيوالو شراكتدارو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔د بريفنګ په مهال ووئيل شو په هېواد كښې د اسچ آئي وي مخ نيوي٬په وخت تشخيص درملنې او د خبرتيا كمپائنونو موثره كولو ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير مصطفٰی كمال سپارښتنه وكړه چې د هېواد په هره ضلع كښې دې د اېچ آئي وي سكريننګ او درملنو مركز جوړ كړې شي دغسې چې اولس ته په خپلو سيمو كښې په دې لړ كښې آسانۍ ترلاسه شي۔ده د بارډر هېلت سروسز ريګولېشنز په سفارشاتو د موثر عملدرآمد باوري كولو په حاجت زور راوړولو سره وويل چې د پولې پورې غاړه څخه راتلونكو ټولو كسانو مناسب سكريننګ دې باوري كړې شي او په دې لړ كښې دې د باقاعده رپورټنګ نظام وضعه كړې شي۔










