پاکستان زمونږ پېژنګلي ده، مذهبي همغږۍ مقصد خپلو كښې مينه زياتول دي۔سردار محمد يوسف

لاهور 16 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي پاکستان زمونږ پېژندګلي ده ، د مذهبي همغږۍ مقصد خپلو كښې مينه زياتول دي،مذهبي روادارۍ سره ټولنه كښې امن و سکون پيدا كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ کيتھيډرل چرچ كښې د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ، مذهبي روادارۍ او شريك افهام و تفهيم لپاره د تګلارې په اړه کنفرنس ته وينا …

لاهور 16 فروري (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي پاکستان زمونږ پېژندګلي ده ، د مذهبي همغږۍ مقصد خپلو كښې مينه زياتول دي،مذهبي روادارۍ سره ټولنه كښې امن و سکون پيدا كيږي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ کيتھيډرل چرچ كښې د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ، مذهبي روادارۍ او شريك افهام و تفهيم لپاره د تګلارې په اړه کنفرنس ته وينا كوله۔سردار محمد يوسف ووئيل پاکستان زمونږ پېژنګلو ده، مونږ ټولو له به په ګډه د هېواد استحکام او سوكالۍ لپاره كار كول وي، مذهبي روادارۍ سره ټولنه كښې امن و سکون پيدا كيږي۔وفاقي وزير ووئيل پاکستان يو داسې هېواد دے چرته چې د بېلو مذهبونو وګړي په آزادۍ سره خپل مذهبي عبادات و تهوار لمانځي ٬ كوم هم مذهب ترهه ګري ٬ كركه يا دښمني نه ښائي، بايد مونږ ټول ټولنه كښې د امن تباه کوونكو په ضد په ګډه د يووالي قوي او موثر پيغام وركړو۔ سردار محمد يوسف ووئيل معرکه حق او بينان المرصوص ټولي ڼړۍ كتلي چې پكښې ټول قلام پشمول اقليتونه د حکومت او پوځ سره ولاړ وؤ، د دغې اتحاد په نتيجه كښې مونږ د هند غرور ختم كړو ۔ کنفرنس ته د مذهبي چارو وزيرمملکت کھيل داس کوهستا ني ،صوبائي وزير سردار رميش سنګھ اروړه، د رويت هلال کمېټۍ چيئرمېن مولانا عبد الخبير آزاد، بشپ نديم کامران، اسلامي نظرياتي کونسل چئيرمين راغب حسين نعيمي ، پاکستان علماﺀ کونسل چيئرمين حافظ طاهر محمود اشرفي ، مفتي محمد رمضان سيالوي،مولانا ناصر مدني، مولانا محمد حسين اکبر ،مفتي عاشق حسين او نورو سکالرانو هم خطاب وكړو۔

مزید خبریں