پاکستان د اسرائیل د اړخه د لوېديزې غاړې سيمې تش د نامې په ’’ریاستي ملکیت‘‘ بدلولو او د غیر قانوني كلو جوړولو د هڅو غندنه وكړه

اسلام آباد۔16فروري (اے پي پي) پاکستان د قابض اسرائیلي ځواكونو د اړخه د شخړيزې مغربي غاړې سېمې تش د نامې په ’’ریاستي ملکیت‘‘ بدلولو او د غیر قانوني كلو جوړولو او د پراختيا د اوسنو هڅو سخته غندنه كړې ده ۔ د ګل په ورح د خارجه دفتر نه جاري بیان كښې وئېلي شوي دي د اسرائیل اوسني اقدامات د نړيوال قوانین سره سره د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل …

اسلام آباد۔16فروري (اے پي پي) پاکستان د قابض اسرائیلي ځواكونو د اړخه د شخړيزې مغربي غاړې سېمې تش د نامې په ’’ریاستي ملکیت‘‘ بدلولو او د غیر قانوني كلو جوړولو او د پراختيا د اوسنو هڅو سخته غندنه كړې ده ۔ د ګل په ورح د خارجه دفتر نه جاري بیان كښې وئېلي شوي دي د اسرائیل اوسني اقدامات د نړيوال قوانین سره سره د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل او د جنرل اسمبلۍ د اړوندو قراردادونو بيخي خلاف ورزي ده كوم چې نړيوالې ورورولۍ په هر صورت مسترد کول غواړي ۔ د قبضه ګر طاقت د اړخه د ڼړيوال قوانین پرله پسې خلاف ورزۍ او اشتعال انګیزه اقدامات په منطقه كښې د يو منصفانه ، جامع او تل پاتي امن امکانات له مينځه وړي۔ بیان كښې پاکستان د نړيوالۍ ورورولۍ نه غوښتنه کړې ده چې هغه د اسرائیل استثنیٰ ختمولو او د ڼړيوال قوانین احترام باوري كولو لپاره كوټلي اقدامات وكړي ۔ بیان كښې وئېلې شوي د پاکستان د فلسطین اولس حقِ خودارادیت او د 1967 نه د وړاندې پولو تر مخه د يو آزاد، خودمختار او مربوط فلسطیني ریاست جوړولو لپاره د خپلې مکمل مرستې پخلے كوي، د كوم پايه تخت چې القدس الشریف وي۔

مزید خبریں