د پي ټي آئي د باني په بيانيه كښې بهتري راروانه ده٬ كومه لويه پېچلتيا نه ده رامخې ته شوې۔ طارق فضل چوهدري

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د پي ټي آئي د باني د دارو درملو ټول تفصيلات بيانولو سره ووئيل د ابتدائي رپورټ له مخئ په پړسوب كښې واضح كمے راغلے دے او په بينائۍ كښې ئې بهتري راروانه ده، كومه لويه پېچلتيا نه ده رامخې ته شوې۔۔ د ګل په ورځ په اېكس پوسټ خپل بيان كښې ده ووئيل …

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري د پي ټي آئي د باني د دارو درملو ټول تفصيلات بيانولو سره ووئيل د ابتدائي رپورټ له مخئ په پړسوب كښې واضح كمے راغلے دے او په بينائۍ كښې ئې بهتري راروانه ده، كومه لويه پېچلتيا نه ده رامخې ته شوې۔۔ د ګل په ورځ په اېكس پوسټ خپل بيان كښې ده ووئيل د اتوار په ورځ د عمران خان تفصيلي طبي معائنه په اډياله زندان كښې د حكومتي هدايات له مخې په ښه ډول وشوه ٬ حكومت هر ضروري سهولت په موقع وركړے دغسې چې د كومې بې غورۍ سوال راپېدا نه شي، په خاص توګه سي ټي سکين ، سټل ليمپ مشين او بشپړ سهولتونه لرونكے هيوي ايمبولينس زندان ته رسولے شوے۔ ده ووئيل د پمز ډاکټر عارف او د شفاء هسپتال ډاکټر نديم قرېشي فزيکل ايګزامينيشن كړے٬ سينئر پوهه ډاکټر عاصم يوسف او ډاکټر مرزا د کنفرنس کال د لارې ورسره شامل وو او بيرسټر ګوهر هم د ټول پېشرفت نه خبر وساتلے شو۔ ده ووئيل حکومت د باني كورنۍ هم باقاعده خبروي چې ھغوي د معائنې په مهال موجود پاتې كېدې شي خو د كورنۍ يوه نمائنده نه ٶ راغلېے ٬ د دې باوجود ټوله کارروائي د خپلواكه ماهرينو په نګرانۍ كښې وشوه ٬ يو ډوز Eylea انجکشن لګولې شوے او دوېم ډوز به په 25 فروري لګولې شي٬ ده ووئېل د پوهانو د رائے له مخې Vabysmo يو متبادل كېدے شي٬ د موجوده علاج مثبت نتيجې رامخې ته كېږي ٬ ځكه دا مهال د Eylea د جاري ساتلو پرېكړه شوې ده٬ ده ووئېل بل پړاٶ به د angiogram وي او د دغې نه وروسته به كه ضرورت وي نو د ليزر ټريټمنټ پرېكړه به كولې شي۔ ده ووئيل حکومت واضحه كول غواړي چې د بنديوان حېثيت باوجود عمران خان ته ټول طبي سهولتونه وركړے كېږي٬ د رياست ذمه واري ده چې هر وګړي ته معياري علاج ورسوي او په دې معامله كښې بې غوري اونه شي۔

مزید خبریں