پينډۍ 16 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سيکرټري بيرسټر دانيال چودھري وئيلي دي د پيندۍ ښار د ډينګي او پوليو په ضد په زړه پورې کاميابي د ټول هېواد لپاره مثال جوړ شوے۔ده دغه کاميابۍ د ضلعي انتظاميې، صحت محکمې او د اولس د شريكو هڅو نتيجه وګرځوله ۔پينډۍ كښې دستوري ته وينا كښې بيرسټر دانيال چودھري ووئيل د ډينګي په ضد كوټلې تګلاره او …
د پيندۍ ښار د ډينګي او پوليو په ضد په زړه پورې کاميابي د ګرد هېواد لپاره مثال لري ۔دانيال چودھري

مزید خبریں
پينډۍ 16 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي پارليماني سيکرټري بيرسټر دانيال چودھري وئيلي دي د پيندۍ ښار د ډينګي او پوليو په ضد په زړه پورې کاميابي د ټول هېواد لپاره مثال جوړ شوے۔ده دغه کاميابۍ د ضلعي انتظاميې، صحت محکمې او د اولس د شريكو هڅو نتيجه وګرځوله ۔پينډۍ كښې دستوري ته وينا كښې بيرسټر دانيال چودھري ووئيل د ډينګي په ضد كوټلې تګلاره او بشپړ اقدامات له امله کيسز كښې غير معمولي کمې راغلے۔ده ووئيل د كال 2024 په مهال پينډۍ كښې د ډينګي 6 زره 606 کيسونه رپورټ شوي وؤ كوم چې كال 2025 كښې په کميدو يو زر 586 پاتي شول او دا يوه تاريخي كاميابي ده۔ده ووئيل دا کاميابي د ان فيلډ اهلکارو د محنت نتيجه ده كومو چې په كوڅو كښې صفائي باوري كړي،د هغه هيلتھ ورکرز د هڅو نتيجه ده كومو چې په كور په كور وګړي د ډينګي څخه د بچ كيدو احتياطي تدابير څخه خبر كړي او د انتظاميې د سنجيدګۍ څرګندونه ده چا چې صحت عامه ته خاص پام لرنه كړي۔ وفاقي پارليماني سيکرټري د پوليو په اړه خبرو كښې ووئيل پينډۍ تر 15 كلونو پوليو فري پاتي كيدل لويه کاميابي ده كومه چې د مستقل مزاجۍ او كوټلي تګلاري عملي نتيجه ده۔ده ووئيل پرله پسې د پوليو مخنيوي 5 كمپائنونو د ضلع سل فيصده ايل کيو اے اېس (LQAS) نتيجې ترلاسه كړي كومې څخه چې دا ثابت شوې چې تر هر بچي حفاظتي ويکسين رسول باوري كړے شوي او كوم هم ماشوم محروم نه پاتي كېږي۔










