کولمبو ۔16فروری (اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي د سري لنكا د لوبو او ځوانانو چارو وزير سنېل کمارا ګېمېج سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې چارو او لوبو او په خاص توګه كركټ ته ودې وركولو سره د اړوندې همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د پاكستان او سري لنكا ترمينځه د كركټ په …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سري لنكا د لوبو وزير سره ملاقات٬ لوبو ته په ودې وركولو اتفاق

مزید خبریں
کولمبو ۔16فروری (اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ (پي سي بي) چيئرمېن محسن نقوي د سري لنكا د لوبو او ځوانانو چارو وزير سنېل کمارا ګېمېج سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د شريكې خوښې چارو او لوبو او په خاص توګه كركټ ته ودې وركولو سره د اړوندې همكارۍ په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د پاكستان او سري لنكا ترمينځه د كركټ په شمول په نورو لوبو كښی همكارۍ ته په لا پراختيا وركولو اتفاق وكړے شو۔ دواړو لارښودو د دې عزم پخلے وكړو چې په لوبو كښې دوه اړخيزې نزدې مرستې سره به نه يوازې دا چې لوبغاړو ته په زړه پورې موقعې ترلاسه شي بلكې د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې به هم لا مضبوطې شي۔ محسن نقوی ووئيل د پاكستان او سري لنكا اړيكې لا ښې شوي دي او د كركټ او نورو لوبو د لارې تړون لا مستحكم كېدے شي۔ ده د ټی ټونټی ورلډ کپ په موقع د غوره انتظامات په كولو د سري لنكن چارواكو د هڅو ستائنه وكړه۔ محسن نقوي ووئيل په سري لنكا كښې په تود هركلي او په زړه پورې مېلمستيا د سري لنكن حكومت او اولس مننه كوم۔ په دې موقع محسن نقوي د سري لنكا وزير ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ په ملاقات كښې په سري لنكا كښې د پاكستان هائي كمشنر مېجر جنرل (ر) فهيم العزيز ٬ اېډوائزر ټو چيئرمېن پي سي بي عامر منېر ٬ چیف آپرېټنګ آفیسر پي سي بي سمیر احمد او چیف اېګزېکټو آفیسر پی اېس اېل سلمان نصیر هم موجود وو۔










