کولمبو ۔16فروري (اے پي پي) آئي سي سي مینز ټي ټونټي کپ 2026 كښې د هند څخه په 61 منډو ماتې خوړولو نه پس د پاکستان لوبډله سپر ایټ مرحلې ته رسېدو كښې د خطر سره مخ شوې ده ٬ اوس قامي ډلې له بل پراؤ ته رسېدو لپاره به د خپل آخري ګروپ میچ په هر صورت ګټل وي ۔ په ګروپ اے كښې هند د وړاندې نه د …
په آئي سي سي ټي ټونټي نړيوال جام كښې د سپر ایټ رائونډ لپاره پاکستان ته د نمیبیا خلاف بريا پكار ده
کولمبو ۔16فروري (اے پي پي) آئي سي سي مینز ټي ټونټي کپ 2026 كښې د هند څخه په 61 منډو ماتې خوړولو نه پس د پاکستان لوبډله سپر ایټ مرحلې ته رسېدو كښې د خطر سره مخ شوې ده ٬ اوس قامي ډلې له بل پراؤ ته رسېدو لپاره به د خپل آخري ګروپ میچ په هر صورت ګټل وي ۔ په ګروپ اے كښې هند د وړاندې نه د بل پړاؤ لپاره کوالیفائي كړې ده ۔ پاکستان ته د ماتې خوړلو له امله نه يوازې په پوائنټس ټیبل ستونزه مخې ته شوه بلکې نیټ رن ریټ هم سخت ځپلے شوے دے ۔ د ماتې نه وړاندې د پاکستان نیټ رن ریټ مثبت 0.932 ؤ كوم چې په پرېوتو منفي 0.403 شو ، د كومې په نتیجه كښې چې قامي ډله په درجه بندۍ كښې د امریکې نه لاندې تللې ده ۔امریکې په څلورو میچونو كښې دوه کامیابۍ تر لاسه كولو سره څلور پوائنټس تر لاسه كړې دي او د هغي نیټ رن ریټ 0.788 دے، كوم چې د پاکستان نه ښه دے۔ په داسې صورتحال كښې د قامي ِدلې لپاره حساب کتاب واضحه دے ۔د نمیبیا خلاف کامیابي ضروري ده ۔ پاکستان به د خپل ګروپ وروستے میچ په 18 فرورۍ د نمیبیا خلاف کوي ۔ كه قامي ډله د دې مقابلې په ګټلو كښې ناکامه شوه یا نمیبیا اپ سیټ وكړو نو د پاكستان لوبډله به د سپر ایټ پراؤ د زغل نه بهر شي ۔ لهٰذا میچ د پاکستان لپاره عملاً ناک آؤټ حیثیت اختیار کړے دے او ډلې له به په هره څانګه كښې ښه کارکردګي ښودل وي ٬ دغسې چې په بل پراؤ كښې ځائے جوړ كړے شي ۔







