كولمبو 15 فروري (اے پي پي) د سري لنكا په كولمبو ښار كښې د آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډكپ 2026 ګروپ اے هائي وولټيج مقابله به نن د روايتي حريف پاكستان او هند ترمينځه كيږي۔دا ډے نائټ ميچ به په يماداسا اسټيډيم كښې د ځائې وخت له مخې ماښام 7 بجے پېل كيږي۔دواړه ډلو له تر اوسه ماتې نه دې وركړې شوے ٬ دا مقابله نه يواځې د ګروپ …
آئي سي سي ټي 20 ورلډكپ 2026 ،د روايتي حريف پاكستان او هند ترمينځه ميچ به نن كيږي
كولمبو 15 فروري (اے پي پي) د سري لنكا په كولمبو ښار كښې د آئي سي سي ټي ټوئنټي ورلډكپ 2026 ګروپ اے هائي وولټيج مقابله به نن د روايتي حريف پاكستان او هند ترمينځه كيږي۔دا ډے نائټ ميچ به په يماداسا اسټيډيم كښې د ځائې وخت له مخې ماښام 7 بجے پېل كيږي۔دواړه ډلو له تر اوسه ماتې نه دې وركړې شوے ٬ دا مقابله نه يواځې د ګروپ ټاپ پوزيشن بلكه سپر 8 مرحلے ته د رسني لپاره هم د پريكړي وړ حيثيت اختيار كړې۔كومه هم ډله چې كامياب شوه هغه به نيغ په نيغه سپر 8 كښې ځائې جوړوي دغسې ناكام سائيډ سره هم آخري ميچ ګټلو سره راروان پړاؤ ته د رسيدو موقع شته۔هند په خپل ابتدائي ميچونو كښې امريكا او نميبيا له ماتې وركړے دغسې پاكستان نيدرلينډز او امريكا په ضد كاميابۍ ترلاسه كړي۔د هند ډله كښې ممكنه پليئنګ اليون كښې ابھيشك شرما، ايشان كشن، كپتان سوريا كمار ياديو، تلك ورما، شيوم دوبے، هاردك پانډيا، اكسر پټيل، واشنګټن سندر، جسپريت بمراه، ارشديپ سنګھ او ورون چكرورتي شامل دي۔ جارح مزاج ابھيشيك شرما د معدے تكليف نه پس مخ په ښه كيدو دے او ډلي سره كولمبو ته رسيدلې،دغسې د هغه په اړه پريكړه به د ميچ څخه وړاندې كولې شي۔د پاكستان متوقع ډله كښې صاحبزاده فرحان، صائم ايوب، بابر اعظم، فخر زمان، كپتان سلمان علي آغا، شاداب خان، فهيم اشرف، محمد نواز، شاهين شاه آفريدي، نسيم شاه او عثمان طارق شامل دي۔موسم ههم په ميچ اثرانداز كيدے شي۔







