لاهور۔6 فروری(اے پی پی) د آئي سي سي ټي ټونټي كركټ ټورنامنټ لسم اېډيشن په هند او سري لنكا كښې په مشتركه توګه سبا د خالي په ورځ پېل كيږي كوم به چې تر 8 مارچ دوام لري۔ په آئي سي سي مېنز ټی ټونټی ورلډ کپ كښې د ګروپ اے مېچونو سره به ټورنامنټ په باقاعده توګه پېل شي او هم په دې ورځ به په كولمبو كښې د …
آئي سي سي مينز ټي ټونټي ورلډ كپ د خالي په ورځ پيل كيږي

مزید خبریں
لاهور۔6 فروری(اے پی پی) د آئي سي سي ټي ټونټي كركټ ټورنامنټ لسم اېډيشن په هند او سري لنكا كښې په مشتركه توګه سبا د خالي په ورځ پېل كيږي كوم به چې تر 8 مارچ دوام لري۔ په آئي سي سي مېنز ټی ټونټی ورلډ کپ كښې د ګروپ اے مېچونو سره به ټورنامنټ په باقاعده توګه پېل شي او هم په دې ورځ به په كولمبو كښې د پاكستان مقابله د نېدر لېنډز سره وي او دا به د ورلډ كپ اولنے مېچ وي۔ د روان كال 2026 مېنز ټی ټوئنټی ورلډ کپ كښې د ګردې نړۍ 20 لوبډلې برخه اخلي په كومو كښې چې 12 ټېسټ مېچونه كوونكي هېوادونه شامل دي۔ زمباوے كواليفائنګ پړاؤ په كاميابۍ ترسره كولو سره ټورنامنټ لپاره كواليفائي كړې ده ۔ اطاليه په اولني ځل ايونټ كښې برخه اخلي۔ كاناډا كال 2014 څخه وروستو په اولني ځل كوم نړيوال كركټ ټورنامنټ كښې برخه اخلي۔ بنګله دېش د سېكورټي اندېښنو او د هند په ځاے په سري لنكا كښې د مېچونو كولو اجازت په نه ترلاسه كېدو په ټورنامنټ كښې د برخې نه اغستو پرېكړه كړې ده ٬ دې څخه وروستو سكاټ لېنډ د متبادل لوبډلې په توګه شامل كړے شوے ۔ پاكستان هم په اول اول كښې د ټورنامنټ په بشپړ بائيكاټ كولو غور كړے ؤ خو وروستو حكومت پاكستانۍ لوبډلې ته په ايونټ كښې د برخې اخستو اجازه وركړه۔ په 15 فرورۍ د هند په ضد مېچ نه ځانله ٬ د دې پرېكړې د اثرات په اړه تر دې دمه د آئي سي سي لخوا كوم حتمي اعلان نه دے شوے۔ په كال 2024 كښې د شوې لوظنامې لاندې پاكستان به خپل ټول مېچونه په سري لنكا كښې كوي ولې چې هند او پاكستان د يو بل په هېواد كښې مېچونه نه شي كولې۔ په ابتدائي پړاو كښې 20 لوبډلې په 4 ګروپونو كښې وېشلې شوي ۔ په ګروپ اے كښې هند ، نمیبیا، نېدرلېنډز، پاکستان او امریکا ٬ په ګروپ بي كښې آسټریلیا، آئرلېنډ، عمان، سری لنکا او زمبابوے ٬ ګروپ سي كښې انګلېنډ، اټلی، نیپال، سکاټ لېنډ او وېسټ انډیز او په ګروپ ډي كښې افغانستان، کاناډا ، نیوزی لېنډ، سوئيلي افريقه او متحدہ عرب امارات لوبډلې شاملې دي









