لاهور۔4 فروری(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 ګروپ ټول مېچونه به په سري لنكا كښې كولې شي۔ په دې ګروپ كښی دوه پخوانۍ چېمپئن لوبډلې يوه كوربه لوبډله سري لنكا او دويمه آسټريليا شامله ده۔ دې سره سره په مقابله كښې د آئرلېنډ، عمان او زمبابوے ډلې هم موجود دي۔ سری لنکا په كال 2014 كښې ورلډ كپ ګټلے دے او د هوم …
د ټي 20 ورلډ كپ ګروپ بي ټول ميچونه به په سري لنكا كښې كولې شي

مزید خبریں
لاهور۔4 فروری(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 ګروپ ټول مېچونه به په سري لنكا كښې كولې شي۔ په دې ګروپ كښی دوه پخوانۍ چېمپئن لوبډلې يوه كوربه لوبډله سري لنكا او دويمه آسټريليا شامله ده۔ دې سره سره په مقابله كښې د آئرلېنډ، عمان او زمبابوے ډلې هم موجود دي۔ سری لنکا په كال 2014 كښې ورلډ كپ ګټلے دے او د هوم كنډيشنز ګټه پورته كولو هڅه كوي۔ د داسن شناکا په مشرۍ كښې سري لنكن بولنګ اټېك زيات مضبوط ليدلے شي۔ بېټنګ كښې هيله ده چې پاتهم نسانکا او کوسل مېنډس د ښې كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ آسټریلیا به تجربه کار سکواډ سره مېدان ته كوزيږي۔ کپتان مچل مارش به په دويم ځل د لوبډلې مشري كوي۔ ده سره ټریوس هېډ، ګلین مېکسوېل او کېمرونګرین په بېټنګ كښې خطري ثابتېدے شي۔ آئرلېنډ په هر ټي 20 مقابلو كښې ګډون كړے دے او دا ځل هم د هغوي هدف سپر اېټ پراؤ ته رسېدل دي۔ عمان په څلورم ځل په ټي 20 ورلډ کپ كښې ګډون كوي۔ زمبابوے دوه كاله پس ټی 20 ورلډ کپ ته بېرته راځي۔ زمبابوے په تېرو وختونو كښې لويو لوبډلو ته ماتې وركړې ده۔









