آئي سي سي ټي 20 ورلډ كپ ٬ په 7 فرورۍ به د پاكستان او نيدر لينډ ميچ كيږي

لاهور۔3 فروری(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 پېل به د ګروپ اے مېچ څخه كيږي په كوم كښې به چې په 7 فرورۍ كولمبو كښې د ټورنامنټ په اولنۍ مقابله كښې د پاكستان او نېدر لېنډ ترمينځه مېچ كيږي۔ په دې ګروپ كښې دفاعي چېمپئن هند ٬ رامخې ته كېدونكې ډلې امريكا او نميبيا هم شاملې دي۔ كال 2024 كښې له ټائټل ګټلو …

لاهور۔3 فروری(اے پی پی) د آئی سی سی مېنز ټی 20 ورلډ کپ 2026 پېل به د ګروپ اے مېچ څخه كيږي په كوم كښې به چې په 7 فرورۍ كولمبو كښې د ټورنامنټ په اولنۍ مقابله كښې د پاكستان او نېدر لېنډ ترمينځه مېچ كيږي۔ په دې ګروپ كښې دفاعي چېمپئن هند ٬ رامخې ته كېدونكې ډلې امريكا او نميبيا هم شاملې دي۔ كال 2024 كښې له ټائټل ګټلو څخه وروستو د هند لوبډله د ورلډ كپ اعزاز برقرار ساتلو كښې كاميابه نه شوه۔ 3 مېچونه په هوم کنډیشنز كښې د كولو ګټه به هند ته رسي۔ نمیبیا پرله پسې په څلورم ځل په ټي 20 ورلډ كپ كښې ګډون كوي۔ د پاكستان او هند ترمينځه مېچونه به ناميبيا لپاره لويې چېنلج وي او د امريكې په ضد به د تېر ريكارډ ښه كولو هڅه كولې شي۔ د نېدرلېنډز لوبډله به په 7 م ځل ټي 20 ورلډ كپ كوي او په تېر وخت كښې دوه ځله دويم پړاؤ ته رسېدلې وه۔ پاكستان به د نوي عزم سره مېدان ته كوزيږي۔ د بابر اعظم بېرته راتلل به د لوبډلې د قوي كېدو سبب وګرځي او هيله ده چې زلمے فاسټ بولر نسيم شاه به يو وارې بيا د پرېكنده كاركردګۍ څرګندونه وكړي۔ امریکې د كال 2024 په ورلډ كپ كښې په غوره لوبه كولو ټول حېرانه كړي وو او اوس بيا د خپلو صلاحيتونو د څرګندونه عزم لري۔

مزید خبریں