شاهده اختر علي په مشرۍ كښې د پارليمنټ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه،د كورنيو چارو وزارت او ماتحت ادارو د آډټ رپورټس 24-2023 جاج واخستلے شو

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پارليمنټ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د شاهده اختر علي په مشرۍ كښې وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت او ماتحت ادارو د آډټ رپورټس 24-2023 جاج واخستلے شو چې پكښې سي ډي اے او ايم سي آئي 11 اربه 72 کروړه روپو څخه زياتې مالي بے قاعدګۍ په ګوته شوې ۔د اسلام آباد 24 هاوسنګ …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پارليمنټ د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د شاهده اختر علي په مشرۍ كښې وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت او ماتحت ادارو د آډټ رپورټس 24-2023 جاج واخستلے شو چې پكښې سي ډي اے او ايم سي آئي 11 اربه 72 کروړه روپو څخه زياتې مالي بے قاعدګۍ په ګوته شوې ۔د اسلام آباد 24 هاوسنګ سوسائټيز منصوبو كښې د تاخير په اړه د جرمانې په لړ كښې 2.3 اربه روپو د نه وصولۍ په معامله د سي ډي اے چيئرمېن ووئيل د جرمانې اصل روپۍ 1.5 اربه دي ۔ سپيشل مجسټريټ د 63 کروړه روپو وصولۍ لپاره نوټس جاري کړے دے،درې هاؤسنګ سوسائټيز د جرمانې په بدل كښې کمرشل پلاټس وركړې دي،ځيني هاؤسنګ سوسائټيز د عدالت څخه حکم امتناع اخستي ده۔دغسې پي اے سي هاؤسنګ سوسائټيز څخه د جرمانو روپو زر تر زره وصولولو سپارښتنه وكړه او آډټ اعتراض ئې بيرته ډي اے سي ته ولېږل