صدرِ مملكت آصف علي زرداري به د قازقستان او ازبكستان صدرانو له نشانِ پاكستان وركوي

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري به د قازقستان او ازبكستان صدرانو له د پاكستان سركاري دورو په مهال د هېواد تر ټولو اعليٰ سول اعزاز نشانِ پاكستان وركوي۔د نهې په ورځ د ايوانِ صدر ميډيا ونګ له مخې نشانِ پاكستان،د پاكستان تر ټولو وقار لرونكېے سول اعزاز دے كوم چې هغه شخصيات له وركړے كيږي كوم چې د پاكستان قامي ګټې لپاره غير …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) صدرِ مملكت آصف علي زرداري به د قازقستان او ازبكستان صدرانو له د پاكستان سركاري دورو په مهال د هېواد تر ټولو اعليٰ سول اعزاز نشانِ پاكستان وركوي۔د نهې په ورځ د ايوانِ صدر ميډيا ونګ له مخې نشانِ پاكستان،د پاكستان تر ټولو وقار لرونكېے سول اعزاز دے كوم چې هغه شخصيات له وركړے كيږي كوم چې د پاكستان قامي ګټې لپاره غير معمولي او ښه خدمات ترسره كړي وي۔دا اعزاز په تير وخت كښې د احترام په توګه او د ملګرتيا څرګندوني لپاره دوره كوونكو د بېلو هېوادونو مشرانو له وركړے كيدلو كوم چې د دوه اړخيزه اړيكو قوي عكاسي كوي۔د اعزازات دستوره به په ايوانِ صدر كښې كيږي چرته به چې صدرِ مملكت په رسمي توګه دواړو ميلمنو له نشانِ پاكستان وركوي۔د قازقستان او ازبكستان صدرانو په اعزاز كښې د سركاري ميلمستيا هم اهتمام شوے۔دغه دستورو كښې به د وفاقي كابينې غړي، د پارليمان استازي، د سفارتي ورورولۍ غړي او نور معزز شخصيات ګډون كوي