اسلام آباد۔3 فروری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره د نهې په ورځ د خزانې په وزارت كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د خزانې سلاحكار مزمل اسلم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د خزانې وزارت او د خېبر پښتونخوا حكومت اعلی چارواكو هم ګډون وكړو۔ په ملاقات كښی مالي او پرمختيائي چارو سره په اړوندو بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه په كومو كښې چې …
د خزانې وفاقي وزير سره د خيبر پښتونخوا د خزانې سلاحكار ملاقات ٬ په مالي او پرمختيائي چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔3 فروری(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب سره د نهې په ورځ د خزانې په وزارت كښې د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د خزانې سلاحكار مزمل اسلم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د خزانې وزارت او د خېبر پښتونخوا حكومت اعلی چارواكو هم ګډون وكړو۔ په ملاقات كښی مالي او پرمختيائي چارو سره په اړوندو بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه په كومو كښې چې ضم شوو ضلعو لپاره د پرمختيائي پروژو لاندې د فنډز په وخت اجراﺀ ٬ په عارضي توګه د بې كوره شوو وګړو بحالۍ او مرسته او د اېن اېف سي په شمول د صوبائي حقونو او وسائلو د وېش مجموعي تګلارې شاملې وې۔ وفاقي وزير د خېبر پښتونخوا پلاوي لخوا پورته كړې شوې چارې په غور واورېدلې او د وفاقي حكومت لخوا يۍ صوبو سره په همكارۍ اډانه وفاقيت او رغنده تړون له د خپل عزم پخلے وكړو۔ ده پلاوي ته باور وركړو چې د خزانې وزارت به د اېن اېف سی او په غونډه كښې د رامخې ته شوې پروژو كښې د صوبې جائز مالي حقونو او واجبات ترلاسه كولو له د مروجه قواعد ٬ ټاكلې شوي فرېم ورك او قانوني غوښتنو له مخې بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل وفاقی حکومت خېبر پښتونخوا او په خاص توګه ضم شوو ضلعو ته پېښو پرمختيائي او امنيتي چېلنجونو څخه ښه خبر دے۔ په ملاقات كښې اېن اېف سي سره د اړوند كار او مشاورت هم جاج واغستلے شو۔ دواړو ډلو په دې اتفاق وكړو چې د اړوندو فورمونو او تكنيكي سرچينو دلارې به نزدې رابطه برقرار ساتلې شي دغسې چې ځنډولې شوې چارې په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي او مالي انتظامات او د فنډز اجراﺀ پرمختيائي هدفونو ٬ اولسي خذمات او استحكام لپاره فعاله كړې شي۔ ملاقات په زړه پورې چاپېريال كښې ختم شو٬ په كوم كښې چې په قامي ګټې له د مسئلو په وخت حل كولو له د همكارۍ او پرله پسې رابطې عزم څرګند كړے شو









