وفاقي وزير جام كمال خان سره د ازبكستان د سرمايه كارۍ ٬ صنعت او تجارت وزير لازيز قادرتوف ملاقات

اسلام آباد۔3 فروری(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د ازبکستان د سرمایه کارۍ ، صنعت و تجارت وزیر لازیز قادرتوف د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اقتصادي مرسته د پېشرفت جاج واغستلے شو او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ رابطو او سېكټرل همكارۍ تندولو له په عملي ګامونو اتفاق وكړے شو۔ د ازبك پلاوي هركلي …

اسلام آباد۔3 فروری(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د ازبکستان د سرمایه کارۍ ، صنعت و تجارت وزیر لازیز قادرتوف د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اقتصادي مرسته د پېشرفت جاج واغستلے شو او د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ رابطو او سېكټرل همكارۍ تندولو له په عملي ګامونو اتفاق وكړے شو۔ د ازبك پلاوي هركلي كولو سره وفاقي وزير ووئيل د پاکستان-ازبکستان ترمينځه د اعلی كچې پرله پسې رابطو او د اداره جاتي فالو اپ د لارې په تېرو دوو كلونو كښې ښكاره تندي رامخې ته شوې ده۔ د ازبک وزیر د پلاوي دورې له په انتظامات او په زړه پورې مېلمستيا د پاكستان مننه وكړه۔ هغه ووئيل دوه اړخيزه تجارت كښی تېر كال نزدې 10 فيصده زياتوالے راغلے دے، پاكستان څخه د ازبكستان درآمدات كښې 12 فيصد زياتوالے شوے او پاكستان ته د ازبكستان برآمدات نزدې 8 فيصد زيات شوي دي۔ هغه په دوه اړخيزه تجارت كښې د 2 اربه ډالرو هدف ټاكنې سره په تجارت كښې د توازن او پېمانې په ضرورت زور راوړو۔ ازبک وزیر ووئيل دا مهال په ازبكستان كښې د پاكستان 228 كمپنۍ كار كوي او يوازې تېر كال دغلته 80 نوې كمپنۍ رجسټرډ شوې۔ ازبك وزير ووئيل ازبك كمپنۍ په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ او منصوبو موقعې لټولو كښې خوښي لري۔ په خبرو كښې د ګڼ هېواديزه “ګرین کورېډور” انتظامات مخ په وړاندې بوتللو تجويز وركړے شو ۔ ازبك ډلې د خنډانو لرې كولو له چينائي چارواكو سره په پرله پسې مشغوليت هم زور راوړو۔ په ملاقات كښې د كان كنۍ او معدنيات همكارۍ ته خاص پاملرنه وشوه