د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د كمبوډيا سركاري دوره ٬ په دوه اړخيزه مرسته او شريكه ګټه د خيالاتو څرګندونه

نوم پنه۔3 فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د اعلی كچې پارليماني پلاوي سره د كمبوډيا سركاري دوره وكړه كومه چې د پاكستان او كمبوډيا ترمينځه پارليماني سفارت كارۍ ٬ دوه اړخيزه اړيكو او همكارۍ ته وده وركولو كښې مهم پړاؤ ګرځولے شي۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د …

نوم پنه۔3 فروری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د اعلی كچې پارليماني پلاوي سره د كمبوډيا سركاري دوره وكړه كومه چې د پاكستان او كمبوډيا ترمينځه پارليماني سفارت كارۍ ٬ دوه اړخيزه اړيكو او همكارۍ ته وده وركولو كښې مهم پړاؤ ګرځولے شي۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په مهال د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني او د كمبوډيا د سېنېټ صدر سامديچ اكا موها سينا پدیئی تیچو هن سین ترمينځه د اعلی كچې دوه اړخيزه ملاقات وشو په كوم كښې چې د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سيد يوسف رضا ګيلاني دا دوره د پاكستان او كمبوډيا ترمينځه د ملګرتيا پخوانو اړيكو لا مستحكمولو ٬ پارليماني تړون ته د لا پراختيا وركولو او د همكارۍ نوې لارې لټولو له د ګډ عزم عكاسي كوي۔ دې څخه وړاندې چې كله سيد يوسف رضا ګيلاني د اعلی كچې خپل پارليماني پلاوي سره د كمبوډيا پلازمينې نوم پنه ته ورسېد نو په ټیچو انټرنېشنل ایئرپورټ د دوئي تود هركلے وشو۔ د دورې په مهال د سېنېټ چيئرمېن د انډیپنډنس مونومنټ دوره وكړه چرته چې ده د كمبوډيا ملي اتلانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د كمبوډيا آزادي او ملي ستړې يۍ وستائېلې۔ پلاوې د آنجهانی کنګ فادر پریاہ بوروم رتناک کاؤدھ شاهی یادګاری مجسمې ته هم حاضر شو او د ګلونو څادر يۍ پرې وغوړولو ۔ د سېنېټ چيئرمېن چې څه وخت د كمبوډيا د سېنېټ سوليډيرټي پېلس ته ورسېد نو د هغه په درناوي كښې د هر كلي دستوره وشوه۔ د کمبوډیا د سېنېټ صدر په ذاتي توګه د سېنېټ چئيرمېن ته هركلے اووې۔ په دې موقع دواړو لارښودو د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ په دې موقع د كمبوډيا حكومت لخوا د سېنېټ چيئرمېن په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا هم وركړې شوه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو او د ګډ احترام عكاسي كوي