قامي اسمبلۍ كښې په كشمير تاريخي قرارداد په متفقه توګه منظور شو ٬د هند يو اړخيزه اقدامات رد او د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزي د جنګ اعلان وګرځولے شو

اسلام آباد۔03 فروري (اے پي پي)په قامي اسمبلۍ كښې د كشمير كمېټۍ چيئرمېن محمد قاسم نون لخوا وړاندې كړے د جمو كشمير په اړه يو تاريخي او جامع قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شوے دے ۔په قرارداد كښې ايوان په مقبوضه وادي كښې د هند ظلمونو٬ د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو او د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات سختې غندنې كولو سره واضحه كړې ده چې كشمير …

اسلام آباد۔03 فروري (اے پي پي)په قامي اسمبلۍ كښې د كشمير كمېټۍ چيئرمېن محمد قاسم نون لخوا وړاندې كړے د جمو كشمير په اړه يو تاريخي او جامع قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شوے دے ۔په قرارداد كښې ايوان په مقبوضه وادي كښې د هند ظلمونو٬ د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو او د 5 اګست 2019 غېر قانوني اقدامات سختې غندنې كولو سره واضحه كړې ده چې كشمير يو غېر حل شوې نړيواله شخړه ده د كومې حل چې يوازې د ملګرو ملتونو په قراردادونو كښې دے۔قرارداد كښې د حق خود اراديت پخلې كولو سره د كشمير كمېټۍ د دې عزم ياډكېرنه وشوه چې د كشمير اولس د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د ناقابل تنسيخ حق خود اراديت څخه محروم ساتلے كيږي۔قراردادونو كښې د برتانيې د پارليمنټ غړي عمران حسين موجودګي او برتانيه كښې د كشمير په مسئله د بحث پیل نړيوالې خبرتيا پلو يو مثبت اقدم ګرځولو سره د هغه هڅې وستائېلې شوې ۔قرارداد كښې پبلك سيفټي ايكټ او د يو اے پي اے پشان قوانين د سياسي اختلاف ختمولو حربه ګرځولو سره د دغې سخته غندنه وكړې شوه ۔ايوان غوښتنه وكړه چې هند دې د 5 اګست 2019 يو اړخيزه اقدامات سمدستي توګه بيرته واخلي او د مقبوضه وادي آبادياتي يا قانوني حېثيت بدلولو څخه دې ډډه وكړي۔نړيوالو ادارو څخه غوښتنه وشوه چې هغوي هند د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندولو٬سياسي بنديان خوشې كولو او نړيوال مبصرين ته به رسنه وركولو مجبور كړي۔قرارداد كښې په مئي 2025 د پاك هند شخړې نه پس د امريكې صدر ډونلډ ټرمپ لخوا د ثالثي وړاندېز خوشبينه وګرځولے شو ۔د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر غلام مصطفٰی شاه قرارداد منظورۍ لپاره ايوان ته وړاندې كړو كوم چې په متفقه توګه منظور كړے شو ۔