اسلام آباد03 فروری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د قامي خبر رسنې ادارې ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي بي)دوره كړې ده ۔په دې موقع د وزيراعظم د ميډيا كوآرډينيټر بدر شهباز او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن هم د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سره وو۔په دې مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د قامي خبري اژانس اغراض و مقاصد٬تنظيمي ډهانچې او پيشه وره ذمه وارو …
د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د قامي خبر رسنې ادارې ايسوسي ايټډ پريس آف پاكستان دوره

مزید خبریں
اسلام آباد03 فروری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د قامي خبر رسنې ادارې ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان(اے پي بي)دوره كړې ده ۔په دې موقع د وزيراعظم د ميډيا كوآرډينيټر بدر شهباز او پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن هم د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سره وو۔په دې مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د قامي خبري اژانس اغراض و مقاصد٬تنظيمي ډهانچې او پيشه وره ذمه وارو په خبر اړه كړے شو ۔په دې مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ته د اے پي پي مجموعي كاركردګۍ٬ډيجيټل تګلارې او د سباون به لائحه جامع بريفنګ وركړے شو ۔د اے پي پي ډيجيټل شتون لا موثره او پراخه كولو٬اداره جديد تقاضو سره سمولو او د سټريټجك بيانيه سازۍ كښې د اے پي پي كردار په اړه تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وكړه او د سوشل ميډيا پيلټ فارمز د موثر استعمال٬ډيجيټل آؤټ ريچ كښې زياتوالي او سيمه ايزو ژبو كښې د خبرونو ودې ته په خاص پام لرنه صلاح يوه شوه ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د اے پي پي نورو نړيوالو نيوز ايجنسيو سره د شوو لوظ نامو څخه په موثر انداز د استفادې كولو په ضرورت زور راوړو او وې وئېل دا روابط دې د پاكستان مثبت او د نرم تشخص ودې او د قامي بيانيې موثر ابلاغ لپاره په قوي ډول وكاولې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هدايت وكړو چې په سيمه ايزو ژبو كښې د خبرونو موادو رسنه دې تر لاندې كچې باورې كړې شي ۔ده ووئيل د اے پي پي بلوچۍ ٬براهوي٬سندهۍ ٬پښتو او د سرائيكۍ نيوز سروسز له مخې د تيارو موادو مكمل تشهير څخه به اولسي باور لا هم زيات شي٬سيمه ايزو ژبو كښې د معياري مواد اشاعت به د رياستي بيانيې قوي كولو له مرستياله وګرځي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د رامخې ته شوو ميډيا رجحانات څخه په همغږۍ او د اے پي پي ډيجيټل صلاحيتونو كښې د زياتوالي په ضرورت زور راوړو۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د ايسوسي ايټډ پرېس آف پاكستان منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي اداره كښې د سپيځلتيا باوري كولو هڅې ستائېلو سره ووئېل د كرپشن په ضد د اے پي پي ايم ډي محمد عاصم كهچي اقدامات د ستائنې وړ دي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د انتظاميې لخوا د كرپشن په ضد سخت اقدامات له د ملاتړ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د اے پي پي په كرپشن كيس او په عدالتي كاروائۍ او ټرائل دې نزدې نظر وساتلے شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د اے پي پي بورډ آف ډائرېكټرز غونډه په ترجيحي بنيادونو كولو لپاره ضروري هدايات هم جاري كړل۔په دې موقع د اے پي پي منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي د ادارې مجموعي كاركردګۍ او او د سباون تګلارې څڅه وفقي وزير خبر كړو۔









