رانا ثناﺀ اے خان ٬ وفاقي وزيران امير مقام او ډاكټر طارق فضل چوهدري د ارواښاد بيرسټر سلطان محمود چوهدري استوګنې ته ورسيدل٬ غمجنې كورنۍ سره غمرازي

میرپور۔3فروری(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف د سياسي چارو سلاكار رانا ثناﺀ اے خان ٬ د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجنيئر امير مقام او د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د ارواښاد صدر آزاد جموں و کشمیر بېرسټر سلطان محمود چوهدری استوګنې ته تللو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي او لاس نيوه وكړه۔ د كشميري چارو وزارت لخوا د نهې په …

میرپور۔3فروری(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف د سياسي چارو سلاكار رانا ثناﺀ اے خان ٬ د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجنيئر امير مقام او د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري د ارواښاد صدر آزاد جموں و کشمیر بېرسټر سلطان محمود چوهدری استوګنې ته تللو سره غمجنې كورنۍ سره غمرازي او لاس نيوه وكړه۔ د كشميري چارو وزارت لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير انجینئر امیر مقام میډیا سره خبرو كښې ووئيل چې د وزیر اعظم شهباز شریف په خصوصي هدايت مونږ د رانا ثناﺀ اے خان په مشرۍ كښې غمرازۍ له راغلې يو۔ ده ووئيل د وزيراعظم او وفاقي حكومت لخوا د ارواښاد كورنۍ او اولس سره غمرازي ښكاره كوو۔ ده ووئيل د بېرسټرسلطان محمود چوهدری په حق رسېدل نه يوازې كشمير بلكې ټول پاكستان لپاره نه ترسره كېدونكے زيان دے۔ ارواښاد په نړيواله كچه كشمير سره اړوند دريځ په ډاګه كولو كښې په زړه پورے كردار ترسره كړو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ وروستو وفاقي وزيران او د وزيراعظم سلاحكار د بېرسټر سلطان محمود چوهدري قبر ته حاضر شو او د وزيراعظم شهباز شريف او له خپله اړخه يۍ په هغې د ګلونو څادر خپور كړو او دعا يۍ وكړه۔