پاکستان كښې به د معياري فلمونو پروډکشن لپاره بشپړه اقدامات او معاونت كولې شي: د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د ډائريکټوريټ آف اليکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز (DEMP) په اهتمام كښې د بيلا بيلو منصوبو د جاج غونډه كښې خبرې

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پاکستان كښې به د معياري فلمونو پروډکشن لپاره بشپړه اقدامات او معاونت كولې شي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز (DEMP) په اهتمام كښې د بېلو منصوبو جاج اغستو غونډې په مهال وكړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزير ته د سېنټرل مانيټرنګ پروجيکټ …

اسلام آباد 02 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې پاکستان كښې به د معياري فلمونو پروډکشن لپاره بشپړه اقدامات او معاونت كولې شي۔ دا خبرې ده د ګل په ورځ د ډائرېکټورېټ آف الېکټرانک ميډيا اينډ پبلي کيشنز (DEMP) په اهتمام كښې د بېلو منصوبو جاج اغستو غونډې په مهال وكړې۔ په غونډه كښې وفاقي وزير ته د سېنټرل مانيټرنګ پروجيکټ په دائره کار كښې د پراختيا او د ټيکنالوجۍ بهترۍ پشمول نېشنل سېنټر آف فلمز (اېن سي اېف) جوړولو په اړه بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول چې د سېنټرل مانيټرنګ پروجيکټ پېل په جنورۍ كال 2023 كښې شوې كوم چې به سږ كال په جون كښې ترسره شي۔ وفاقي وزير د سينټرل مانيټرنګ پروجيکټ په وخت په بشپړولو زور رواړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې سينټرل مانيټرنګ يونټ جديد تقاضو سره سمه منصوبه ده چې ورسره به د بيانيه سازۍ په اړه رپورټس مرتب کولو او موثره لائحه جوړولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل چې دې منصوبې سره به نجي څانګې ته ګټه وشي چرته چې به دوي ته د خپلو موادو د تجزيې سهولت ترلاسه شي۔ په دې موقع د DEMP انتظاميه پي سي ون او د منظور شوي ورك پلان له مخې منصوبه تر جون كال 2026 په وخت بشپړولو لپاره د ټولو ضروري اقداماتو يقين دهاني وكړه۔ په غونډه كښې د منصوبې د پيشرفت جاج اخستو سره د هر ډول خنډانو په وخت نشاندهي كولو او د دې ازالې لپاره په باقاعده بنيادونو د جاج غونډې په كولو هم اتفاق وشو۔ غونډه د نېشنل سېنټر آف فلمز (اېن سي اېف) جوړولو په اړه هم خبر كړې شوه۔ وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل چې پاکستان كښې به د معياري فلمونو پروډکشن لپاره بشپړه اقدامات او معاونت كولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول چې د فلمي صنعت بحالۍ لپاره د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا مالي مراعات متعارف كړې شوې دي، د سينما ټو ګرافک په آلات استثنی، سينما آپريشنز او فيچر فلمز تيارۍ لپاره ټيکس ريليف، فلم اينډ ډرامه فنانس فنډ له مخې کارپوريټ سوشل رسپانسبلټي سره تړلے ټيکس کريډټس شامل دي۔ غونډې ته ووئيل شول چې فلم او د ډرامه په څانګه كښې مرستې ته وده وركولو لپاره يو شمېر هېوادونو سره په مفاهمتي يادداښتونو لاسليك هم شوې دې چې مقصد ېې د موادو تبادلے، مشترکه پروډکشنز او نړيوال فلم فيسټيولز كښې ګډون ته وده وركول دي۔