تهران ۔30ستمبر (اے پي پي)د ایران صدر مسعود پزشکیان وئېلي دي امریکا او اسرائیل د پوځي ذرائعو څخه د ایران راپرځولو كښې د ناکامۍ نه پس اوس د هېواد دننه اختلافات ته په هوا وركولو او د تقسیم پیدا کولو په تګلاره عمل كوي ۔ بي بي سي د ایران سرکاري خبر رسنې ایجنسۍ تر مخه ووئېل د لويو ښارونو او صوبائې سر ښارونو میئرز سره ملاقات کښې صدر …
امریکا او اسرائیل د جنګي ناکامۍ نه پس ایران كښې دننه تقسیم پیدا کول غواړي ، مسعود پزشکیان
تهران ۔30ستمبر (اے پي پي)د ایران صدر مسعود پزشکیان وئېلي دي امریکا او اسرائیل د پوځي ذرائعو څخه د ایران راپرځولو كښې د ناکامۍ نه پس اوس د هېواد دننه اختلافات ته په هوا وركولو او د تقسیم پیدا کولو په تګلاره عمل كوي ۔ بي بي سي د ایران سرکاري خبر رسنې ایجنسۍ تر مخه ووئېل د لويو ښارونو او صوبائې سر ښارونو میئرز سره ملاقات کښې صدر پزشکیان ووئېل د ایران اولس د جنګ د لارې د وسلو غورځولو ته په مجبورولو كښې د ناکامی نه پس دښمنانو خپل ټول پام كورني اختلافات پیدا کولو او دا زياتولو ته ګرځولے دے ۔ هغه د قامي اتحاد او یو والي په اهمیت زور راوړلو سره ووئېل د هېواد کمزوري كولو په ځائے ټولو وګړو ته ګدون او مرستې ته وده وركول پكار ده ۔












