ریاض ۔30ستمبر (اے پي پي)د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان د سرکاري دورې په مهال واشنګټن كښې د سینیټ د استخبارات کمیټۍ په اړه د سلیکټ کمیټۍ چیئرمین سینیټر ټام کاټن سره ملاقات کړے دے ۔د ایس پي اے تر مخه ملاقات كښې په اوسني سیاسي او امنيتي صورتحال، اړوندو څانګو كښې د امریکې او سعودي مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔دغسې شهزادہ فیصل بن …
د سعودي خارجه وزير د امریکې د سینیټ کمیټۍ مشر سره ملاقات، د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه
ریاض ۔30ستمبر (اے پي پي)د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان د سرکاري دورې په مهال واشنګټن كښې د سینیټ د استخبارات کمیټۍ په اړه د سلیکټ کمیټۍ چیئرمین سینیټر ټام کاټن سره ملاقات کړے دے ۔د ایس پي اے تر مخه ملاقات كښې په اوسني سیاسي او امنيتي صورتحال، اړوندو څانګو كښې د امریکې او سعودي مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔دغسې شهزادہ فیصل بن فرحان د سینیټ د آرمډ سروسز کمیټۍ چیئرمین سینیټر راجر وکر او د کمیټۍ سینیئر غړي سینیټر جیک ریډ سره هم ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښې د سعودي عرب او د امریکې تر مينځه دفاع او د امنيت په څانګو كښې په کوآرډینیشن او د مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔












