د وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د روانډا هائي کميشن دستوره كښې د خاص ميلمه په توګه ګډون

اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ (بي او آئي) وفاقي وزير قېصر احمد شېخ د روانډا هائي کميشن په اهتمام كښې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ دستوره د پاکستان او روانډا ترمېنځه کاروبار، تجارت او د سرمايه کارۍ موقعو ته د ودې وركولو په لړ كښې تابيا كړې شوه چې پكښې د روانډا د تجارت او صنعت وزير پرودنس سيباحيزي هم …

اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ (بي او آئي) وفاقي وزير قېصر احمد شېخ د روانډا هائي کميشن په اهتمام كښې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ دستوره د پاکستان او روانډا ترمېنځه کاروبار، تجارت او د سرمايه کارۍ موقعو ته د ودې وركولو په لړ كښې تابيا كړې شوه چې پكښې د روانډا د تجارت او صنعت وزير پرودنس سيباحيزي هم ګډون وكړو٬ څوك چې دا مهال د پاكستان په سركاري دوره دے۔ وفاقي وزير د روانډا د تجارت وزير تود هركلے وكړو او د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت او نزدې اقتصادي رابطو ته په وده وركولو كښې د روانډا د هائي کميشن د فعاله كردار ستائنه وكړه٬ دواړو ډلو دوه اړخيزه تجارت٬ سرمايه كارۍ كښې مرسته او په نجي څانګه كښې رابطې لا قوي كولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔ وفاقي وزير قېصر احمد شېخ په روانډا كښې د سرمايه کار دوست ماحول او د رامخې ته شوې سرمايه كارو موقعو ستائنه كولو سره ووئيل په پاکستان كښې هم سرمايه کارو ته د سهولت، کاروبار كښې اسانۍ او تل پاتي اقتصادي پرمختګ ودې لپاره د دغه نوعيت ضابطه جاتي او پاليسي اصلاحات جاري دي۔ وفاقي وزير د روانډا پلاوي او كاروباري شخصياتو ته د پاکستان د خاص اقتصادي زونز (اېس اي زيز) په اړه بريفنګ وركړو چرته چې شعبه جاتي مراعات، جديد انفراسټرکچر او سرمايه کارو ته سهولتونه وركولې كېږي۔ وفاقي وزير په دې موقع د بزنس فېسليټېشن سېنټر (بي اېف سي) په کردار رڼا هم واچوله كوم چې د هېواد او غېر ملكي سرمايه كارو لپاره ون ونډو سهولت وركوٶنكې يو موثره پلېټ فارم دے۔ په دستوره كښې د کاروباري ورورولۍ ځانګړې شخصياتو ګډون وكړو كوم چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي اړيكو ته وده وركولو كښې د نجي څانګې د ژورې خوښې عكاسي كوي۔

مزید خبریں