د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال په مشرۍ كښی د اعلی كچې غونډه ٬ د هيپاټائټس ډیلټا په ضد د نړيوالې همكارۍ او په ځايې توګه ددې تيارۍ ته د ودې وركولو جاج واغستے شو

اسلام آباد۔30 جنوری (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې د هيپا ټائټس ډیلټا په ضد د نړيوالې همكارۍ او په ځايې توګه ددې تيارۍ ته د ودې وركولو جاج واغستے شو۔ د وروغتيا وزير غونډې ته وېنا كښې ووئيل چې په پاکستان كښې هېپاټائټس ډېلټا (اېچ ډی وی)سنګینه طبي مسئله جوړيږي ۔ په غونډه …

اسلام آباد۔30 جنوری (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفی كمال په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې د هيپا ټائټس ډیلټا په ضد د نړيوالې همكارۍ او په ځايې توګه ددې تيارۍ ته د ودې وركولو جاج واغستے شو۔ د وروغتيا وزير غونډې ته وېنا كښې ووئيل چې په پاکستان كښې هېپاټائټس ډېلټا (اېچ ډی وی)سنګینه طبي مسئله جوړيږي ۔ په غونډه كښې د چين د نوموړے دوا ساز كمپنۍ ہُواہوئی هېلتھ استازو هم ګډون وكړو۔ ګډون كوونكو په پاكستان كښې تندۍ سره خپرېدونكي ھېپاټائټس ډېلټا وائرس قابو موندلو له د روانې وضعې ٬ چېلنجونو او ممكنه اقداماتو جاج واغست۔ د چينائي كمپنيو استازو وفاقي وزير په عصري تحقيق هېپاټائټس ډېلټا تھراپی HH-003 پېشرفت څخه خبر كړو۔ دې دوا ته په چين كښې د محفوظ او مؤثر كېدو په بنيادي منظوري ترلاسه شوې ده او امرېکن فوډ اېنډ ډرګ اېډمنسټرېشن ( اېف ډی اے ) دې درملنو ته د برېك تھرو تھراپي درجه وركړې ده۔ د روغتيا وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت به د هُواهوئی هېلتھ او د هېود د نومړو دوا جوړونكو كمپنيو ترمينځه همكارۍ ته وده وركولو له عملي ګامونه پورته كوي۔ په غونډه كښې به دې خبره اتفاق وشو چې په پاكستان كښې به د فېز تھری کلینیکل ټرائلز رېګولېټری عمل تند كړې شي دغسې چې د نړيوال معيار له مخې دا عصري درملنې زر تر زره مستحق رنځورانو ته ورسولې شي

مزید خبریں