اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی) دسېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر سره كشمير لپاره د پارليماني كمېټۍ چيئرمېن رانا قاسم نون او د برطانوي پارليمنټ غړي عمران حسين په مشرۍ كښې 15 كسيزه پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاك برطانيه پارليماني ٬ معاشي او اقتصادي اړيكو ٬ د مېشته پاكستانيانو په كردار ٬ د هېواد د وروستو پاتې سيمو په پرمختګ او د …
د سينيټ دوهم چيئرمين سيدال خان ناصر سره د وفاقي وزير رانا قاسم نون او برطانوي پارليماني پلاوي ملاقات ٬ د پاك برطانيه اړيكو په شمول په بيلو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی) دسېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان ناصر سره كشمير لپاره د پارليماني كمېټۍ چيئرمېن رانا قاسم نون او د برطانوي پارليمنټ غړي عمران حسين په مشرۍ كښې 15 كسيزه پلاوي په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو په كوم كښې چې په پاك برطانيه پارليماني ٬ معاشي او اقتصادي اړيكو ٬ د مېشته پاكستانيانو په كردار ٬ د هېواد د وروستو پاتې سيمو په پرمختګ او د كشمير مسئلې په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ دوهم چيئرمېن سره ملاقات كوونكي پلاوي كښې د برطانوي پارليمنټ او سماجي تنظيم آرفن ان نيډز كنټري ډائرېكټر فېصل اسحاق په شمول هېډ آف فنډ رېزنګ هم شامل و۔ د ملاقات په مهال په پاك برطانيه پارليماني ٬ معاشي او اقتصادي اړيكو ٬ د مېشته پاكستانيانو په كردار ٬ د هېواد د وروستو پاتې سيمو په پرمختګ او د كشمير مسئلې په شمول په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آرفن ان نیډز استازو دوهم چيئرمېن ووئيل چې دا تنظیم د نړۍ په 14 هېوادونو كښې د يو لك 20 زره څخه زياتو يتيمانو كفالت كوي او د پاكستان وروستو پاتې سيمو ته هم خاص پاملرنه كولې شي۔ دوئي ووئيل په بهاولپور او مظفرآباد كښې د تنظيم مركزونه جوړ كړې شوي دي او 1200 كوچنيانو ته د تعليمي وظيفې وركړې شوي دي۔ د سماجي تنظيم يو طالب علم پي اېچ ډي كوي او يوه نجلۍ لېډي ډاكټره جوړه شوې ده۔ دې سره سره كوڼدو ته د مياشتې راشن وركولې شي۔ دوهم چيئرمېن د تنظيم د خذماتو ستائنه كولو سره ووئيل یتیمانو او كونډو لپاره دا د ستائنې وړ ګام دے د كوم دائره چې بايد د هېواد لرې پرتو وروستو پاتې سيمو ته وغزولې شي۔ د كشمير په مسئله خپله خبره كښې سېدال خان ناصر ووئيل چې دا مسئله بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړې شي۔ پلاوي د وراندار په حق رسېدو د سېنېټ دوهم چيئرمېن سره غمرازي وكړه او ده لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه










