په بينکونو انحصار کمولو او انشورنس کمپنو، اثاثه جاتي مينجرز، پنشن فنډز او د ريټيل سرمايه کارو شموليت ته پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ د خزانې وزير د اېس اي سي پي نوي قيادت سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د فنانسنګ بنيادي ذريعې په توګه په بېنکونو انحصار کمولو او انشورنس کمپنو، اثاثه جاتي مېنجرز، پنشن فنډز او د ريټيل سرمايه کارو شموليت ته پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د سکيورټيز اينډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان (اېس اي سي پي) نوې قيادت سره د غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ …

اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د فنانسنګ بنيادي ذريعې په توګه په بېنکونو انحصار کمولو او انشورنس کمپنو، اثاثه جاتي مېنجرز، پنشن فنډز او د ريټيل سرمايه کارو شموليت ته پراختيا وركولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د سکيورټيز اينډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان (اېس اي سي پي) نوې قيادت سره د غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د اېس اي سي پي چيئرمين کبير احمد سدھو او کمشنر علي فريد خواجه شريك وو۔ د اېس اي سي پي د نوي قيادت هركلې كولو سره د خزانې وزير د دې باور څرګندونه وكړه چې د دوي د هېواد او د بهرني ماركېټ په كچه پراخه تجربه به د پاکستان رېګولېټري فريم ورك قوي كولو او د کېپټل مارکيټس پرمختګ تندولو كښې اهم كردار ولوبوي۔ په غونډه كښې د ترجيحاتو د همكارۍ تعين ته پاملرنه وشوه چې مقصد ئې کېپټل مارکيټس ته پراختيا وركول٬ سركاري او نجي څانګو لپاره د مالي وسائلو سرچينې متنوع كول او موثر ضابطه کارۍ، عصري انفراسټرکچر او د كوټلې پاليسي اقداماتو د لارې د سرمايه كارو په باور كښې اضافه كول وو۔ په دې موقع د خزانې وزير په کېپټل مارکيټس ډويلپمنټ کونسل رڼا واچوله

مزید خبریں