د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ په لوري روان دے٬نن حالات ښه شوي٬معيشت مستحكم شوے او د كاروباري شخصياتو او ادارو باور بحال شوے دے: د تجارت وزير جام كمال خان

اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ پړاؤونه ترسره كوي٬د تېرو دريو كلونو په مقابله كښې نن حالات بهتر٬معيشت مستحكم او د كاروباري شخصياتو ادارو باور بحالېږي۔د وزيراعظم د وژن له امله په نړيواله كچه د هېواد نامه روښانه ده او نړۍ زمونږ اعتراف كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ …

اسلام آباد۔30 جنوری(اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان وئېلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ پړاؤونه ترسره كوي٬د تېرو دريو كلونو په مقابله كښې نن حالات بهتر٬معيشت مستحكم او د كاروباري شخصياتو ادارو باور بحالېږي۔د وزيراعظم د وژن له امله په نړيواله كچه د هېواد نامه روښانه ده او نړۍ زمونږ اعتراف كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هېواد د نوموړو ايكسپورټرز او كاروباري شخصياتو په درناوي كښې راجوړه كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه په كومه كښې چې وزيراعظم شهباز شريف٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د وفاقي وزيرانو پشمول كاروباري وګړو ګډون وكړو۔ده ووئيل وزيراعظم نجي څانګې سره نيغ په نيغه رابطه كښې دې٬هغه غواړي چې په هېواد كښې كاروبار لپاره په زړه پورې چاپيريال باوري كړي دغسې چې سرمايه كارو او ځايې صنعت كارو ته آسانۍ وركړې شي۔

مزید خبریں